د لاسرسي ځای

پر اپریدي د FCR او پاکستاني قوانینو مادې لګېدلې دي



فرهاد شینواری، مشال راډیو

د خیبر دره -
په پیښور کې د خیبر هاوس یوه کارکوونکي (محرر) راحت ګل اپریدي مشال راډیو ته ویلی دی:

((پر ډاکټر شکیل اپریدی د غدارۍ مقدمې درج شوې وي او ده نه پلټنې روانې وې. د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ عدالت په نوموړی درج شوې مقدمې او د پلټنو احوال د ایف سی آر او رواج قانون تر لاندې یوې څلور کسیزه قبایلی جرګې ته حواله کړ،او دې جرګې نه یې پرې رایې
وغوښته چې جرګې ورته د قانون ترلاندې د سختې سزا ورکولو رایې ورکړه،د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد ناصر د قبایلی جرګې د رایې په رڼا کې ډاکټر شکیل اپریدی ته د پاکستان پینل کوډ د 121-123-123A-124 / 11 FCR دفعو مطابق د ایف سی آر یولسمې دفعې په یو ځایې کولو سره دغه سزا واوروله.))


نوموړی زیاته کړه چې اوس یې د پیښور په مرکزی زندان کې بند کړۍ دي.

دا چې په یو قبایلی ملزم باندې د پاکستان بندوبستی سیمود قانون دفعې ولې ولګول شوې؟ او بیا ایف سی آر ورسره څنګه یو ځای کړل شو؟

په دې اړه قانون پوه ایډوکیټ قبیس مشال راډیو ته وویل:

((په قبایلی سیمو کې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ته د ایف سی آر د ۱۱مې دفعې تر لاندې لا محدوده اختیارات حاصل وی او یو ملزم ته هر څومره سزا ورکولۍ شی او د پاکستان پینل کوډ ځینې سزا ګانې هم د یو ملزم د پاره خوښولای شي، نو ډاکټر شکیل اپریدی ته هم په دې ډول سزا ورکړۍ شوې ده.))

خو سیمې د چارو کارپوه بریګیډیر ریټایرډ سعد محمد خان وایي:

((ډاکټرشکیل اپریدی ته ورکړۍ شوې سزا غیر قانونی ده دا ځکه چې د پاکستان پینل کوډ سزاګانې په قبایلی سیمو کې نه شی عملی کیدۍ،او که نوموړۍ د پیښور په هایې کورټ کې دغه سزا چیلنج کړی نو دا غیر قانونی ګرځیدۍ شی او دۍ د زندان نه خلاصیدی شي او بیا بهر ته هم تللای شي.))

د یوې پوښتې په ځواب کې چې ډاکټر شکیل اپریدی ته داسې ډول سزا ولې ورکړۍ شوه نو دوی وویل:

((دا ځکه چې د امریکا حکومت له خوا په پاکستان فشار دی چې نوموړی دې خوشې کړل شي نو دې له پاره یې ورته د باړې په عدالت کې دا سزا واوروله چې بله ورځ یې دی چیلنج کړي او ځان پر خلاص کړي))

قانون پوه ایډوکیټ قبیس وایې:

((نوموړی د فاټا په ټریبونل کې هم د دې سزا په ضد د اپیل حق لري، او که چېرې له ده سره واقعي نا انصافی شوې وي نو دا ټریبونل یې خلاصولای شي، او دا هم ممکنه د چې سزا یې برقرار وساتي، خو که چېرې فاټا ټریبونل یې اپیل رد کړ نو بیا مخکې نوموړی په هایي کورټ یا سپریم کورټ کې د یو قبایلی په حیث د اپیل حق نه لري.))

۵۰ کالن شکیل اپریدی د خیبر ایجنسۍ له باړې تحصیل ملک دین خیلو قبیلې سره تعلق لري.

او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې یې د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې مشر افسر یا اېجنسۍ سرجن په توګه دنده تر سره کړې ده.

نوموړی له خپلې کورنې سره د پیښور په حیات آباد کې اوسېده، چې اوس یې د کورنې په اړه هیڅ معلومات نیشته چې چېرته به وي.

د نوموړی کورودانه د دره آدم خیلو د جینکو په یو سرکاری کالج کې لیکچرار وه، او د دوی نیمه کورنۍ د پاکستان په ملتان ښار کې هم ژوند کوي.

ډاکټر شکیل اپریدی تیر کال د مې پر اتلسمه نېټه د پاکستان استخباراتي ادارو د پېښور له کارخانو مارکیټه اوچت کړ او نا معلومه ځای کې یې ساتلی وو.
XS
SM
MD
LG