پراګ - د اسامه بن لادن په پاکستان کې د شتون په اړه د معلوماتو ورکولو په تور سزا شوي ډاکټر شکيل اپریدي مقدمې په هيواد کې سياسي او قانوني بحث رامينځ ته کړی دی.
پر نوموړي د غدارۍ دفعه لګيدلې ده.
که څه هم زياتره قانون پوهان په دې فيصله کې ډيري نيمګړتياوي ويني خو قانون پوه لطيف اپریدی وايې چې دې فيصلې د نړی په سترګو کې د پاکستان حيثيت کمزوری کی دی.
څه موده وړاندې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د قبایلي سيمو لپاره د اصلاحاتو قانون لاسليک کړی وو چې په کې د ايف سي آر په قانون کې ترميم هم شامل وو.
د قبايلي سيمو د وکيلانو مشر کريم محسود وايي ډاکټر شکيل اپریدي له سزا سره دا خبره نړی ته اوس ډيره څرګنده شوه چې پولټيکل ايجنټ څومري زيات واک لري.
په دې اړه د عبد الحی کاکړ رپورټ لاندې اورېدای شئ: