د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۴ پس به پاکستان د وسله والو ضد جګړه روانه وساتي؟



مجید بابر، مشال راډیو

پراګ -
نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا د روانې میاشتې (مې) پر ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د امریکا په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې په رسمي توګه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د روانې جګړې د ختمون اعلان وکړ.

د یادې غونډې په اعلامیه کې راغلي، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا رول افغان ځواکونو ته د روزنې په بڼه بدل شي او په دې سیمه کې د مېشتو وسله والو او سختدریځو پر ضد به وسله واله مبارزه افغان ځواکونه پر مخ وړي.

په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا په نیو یارک او واشنګټن کې تر ترهګرو بریدونه وروسته ناټو او امریکا ته د ملګرو ملتونو امنیتي شورا دا واک ورکړی وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد وجنګېږي.

پاکستان هم د امریکا په مشرۍ کې د ترهګرۍ پر ضد په دې جنګ کې له نړیوالې ټولنې سره ملګری دی، او ځکه یې پر خپله خاوره، په قبایلي او نورو سیمو کې د سختدریځو او وسله والو پر ضد پوځي عملیات کړي دي.

دا مهال هم په خیبر، کورمه، او اورکزیو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

دا چې په ۲۰۱۴ز کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به پاکستان د وسله والو ضد مبارزې ته دوام ورکړي او که نه؟

په لاهور کې د دفاعي او سیاسي چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري په دې اند دی چې په پاکستان کې مېشت سختدریځي او وسله وال که څه هم دا خپل نظریاتي جنګ بولي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون او له نړیوالې ټولنې سره د پاکستان ملګرتیا ته د خپلې وسله والې مبارزي مرکزي نکته وايي، خو بیا هم پاکستان له پاره به د دې جګړې ختمول اسانه نه وي.

دی وايي: ((له دې سیمې د امریکا تر واپسۍ وروسته به هم په پاکستان کې دا ډول خبرې او جګړه روانه وي. ځکه چې په پاکستان کې دننه چې وسله والې ډلې دي هغوی په افغانستان کې د امریکا پر ضد جګړه نه کوي او دا ده چې هغوی دا وايي چې دوی له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ په رد عمل کې خپلې کار روایانې کوي او که امریکا لاړه هم شي نو دا وسله وال طالبان به د پاکستاني دولت (ریاست) پر ضد جګړه جاري ساتي. ځکه چې سکولونه ورانول، په زیارتونو کې چاودنې کول او په جوماتونو کې پر لمونځ ګوزارو بریدونه کول دا ښيي چې په پاکستان کې دا جګړه فېرقه ییزه او نظریاتي بڼه لري او دا به جاري وي.))


د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې تر دې مهاله د دوی څه ۳۵ زره ولسي وګړي او د امنیتي ادارو ۳۵۰۰ کار کوونکي وژل شوي دي او د دې هیواد بنیادي ډانچې (انفراسټرکچر) ته هم د اربونو ډالرو زیان رسېدلی دی.

په پاکستان کې یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونه په دې نظر دي چې د ترهګرۍ پر ضد روان جنګ د پاکستان نه دی.

په اسلام اباد کې مې د واکمن پيپلز ګوند د اطلاعاتو له سېکرترې فوزیه وهابه وپوښتل چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته ایا د دوی حکومت د جګړې د ختمون په اړه څه تګلاره لري او که نه؟

دې وویل: ((دا یوه داسې پوښتنه ده چې تاسې یې له ما نشئ کولای. او نه ما ته د دې پوښتنې د ځواب ورکولو اجازه شته. ښه به دا وي چې دا پوښتنه له هغو قوتونو وشي چې د دې ډول پرېکړو واک ورسره وي؛ او په دې اړه هدایات ورکوي. او اوس به تاسې وایاست چې ستاسې حکومت دی؛ هو، زموږ حکومت دی خو دا هر کس ته مالومه ده چې په دې اړه د فیصلو کولو له ملکي او جمهوري حکومتونو سره څومره اختیار وي!! او زه خو دا وایم چې که په پاکستان کې د هر سیاسي ګوند حکومت وي، ورسره همداسې کېږي.))

پروفیسر حسن عسکري وايي، تر ۲۰۱۴ز کاله وروسته به د وسله والو پر ضد د جګړې د روانې ساتلو پرېکړه به د هیواد دننه خپله معامله وي. او ((موږ ته په کار دي چې د وخت انتظار وکړو چې پاکستان په دې اړه څه پرېکړه کوي.))
XS
SM
MD
LG