د لاسرسي ځای

سیاسي ګوندونه د ښوونکو د احتجاج ملاتړ کوي


د نه خوړلو د هړتال له وجې دا کس بې هوشه شو چې روغتون ته ورسول شو

د نه خوړلو د هړتال له وجې دا کس بې هوشه شو چې روغتون ته ورسول شو


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د ګڼو سیاسي ګوندونو له خوا د پاکستان د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته چارشنبې په مازیګر د احتجاجي ښوونکو په حق کې لاریون وشو.

په دې لاریون کې چې د بلوچستان شاوخوا ټولو لویو او وړو سیاسي ګوندونو ګډون درلود، د احتجاج کوونکو ښوونکو د غوښتنو په حق کې يې شعارونه ورکړل.

په دې سیاسي ګوندونو کې عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند، جمهوري وطن ګوند، جمعیت علماء اسلام ف، جمعیت علماء اسلام ن، جماعت اسلامي او د نیشنل ګوند سیاسي مشرانو برخه واخسیته.


او همداسې نه يواځې هغو ګوندونو چې د حکومت برخه نه وو، ددې احتجاج ملاتړ وکړ، بلکې ځيني داسې سیاسي ګوندونه هم وو، چې همدا وخت د حکومت برخه دي. په حکومتي ګوندونو کې عوامي نیشنل ګوند هم دی.

د یاد ګوند د صوبې مشر اورنګ زیب کاسي تر دې لاریون وروسته مشال راډيو ته وویل:

(( د ښوونکو دا احتجاج زما په فکر بالکل په حق دی. او دا چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه. چې ددوي دا غوښتنې به په يوه اوونۍ کې هوارېږي. خو له بده مرغه دا وخت شپږ میاشتې وشوې، خو ددوي دا غوښتنې تر اوسه لا هم پوره شوې نه دي. ځکه نو موږ ټولو سیاسي ګوندونو ددوي د ملاتړ اعلان وکړ او تر پايه له دوي سره ملګري يو))

که څه هم اورنګ زیب کاسی وايي: له دې سره چې د حکومت برخه دي، خو بیا هم د ښوونکو د احتجاج ملاتړ کوي. خو د جمعیت علماء اسلام س ډلې مولوي شفیق دولت زی بیا وايي: حکومت په مکمله توګه ناکامه شوی، او دده په خبره يو بې حسه حکومت دی:

(( ښوونکي نن ۱۵ ورځ ده چې په بهوک هړتالي کمپ کې ناست دي. لاکن اوسنی حکومت بالکل بې حسه دی. او هغه دا چیغې نه اوري. ښوونکي وايي: ددوي دا بهوک هړتال به تر مرګه دوام لري. نو که خدای مه کړه يو ښوونکی دلته مړ شوو. ددې ذمه واره به حکومت وي))

سر بېره پر دې، چې ګڼو حکومتي وزیرانو د ښوونکو ددې احتجاجي کیمپ دوره کړې، او هم يې باور ورکړی چې ددوي غوښتنې به منل کېږي. خو اورنګ زېب کاسی زیاتوي، دی د حکومت د يوه ملګري سیاسي ګوند د مشر په هیث له وزیر اعلی څخه بیا هم دښوونکو په حق کې غوښتنه کوي.

((زموږ صوبايي وزیر زمرک اڅکزی څو ورځې وړاندې دې کمپ ته راغلی وو. او دوي ته يې باور ورکړی وو. چې ددوي د غوښتنو د هوارولو لپاره به هڅې کوي. زموږ د ګوند د مشر په هیث به زه هم له وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رئيساني سره وینم. او همدا غوښتنه به ترې کوم چې د ښوونکو دا غوښتنې دي ژر تر ژره ومنل شي.))

د یادولو وړ ده چې د ال ګورنمنټ ټيچرز ایسوسي ایشن له خوا څورلس ورځې وړاندې د نه خوړلو احتجاجي کمپ لګول شوی، چې شاوخوا ۴۰ ښوونکې لا هم
ناست دي. او غوښتنه کوي چې د تعلیم په څانګه کې دي د درغلیو پلټنې وشي.
XS
SM
MD
LG