د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پر اټومي پروګرام خبرې شوې دي


ایران او د نړۍ شپږو لویو طاقتونو په بغداد کې د تهران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه له یو بل سره وړاندیزونه شریک کړي دي.

د امریکا دد بهرنیو چارو وزارت وایی دغه هیوادونو یو تفصیلي وړاندیز ورکړې چې په کې په دوه اړخیزه او مرحله وار ډول د یو بل تر مینځ باور زیاتولو لارې شاملې دي.

د رپورټ د پام مرکز د ایران د لوړې درجې یورینیم غني کولو په اړه د غرب اندیښنې دي چې ایټمي وسله جوړولو صلاحیت ته یی نږدې کوي.

خو د ایران میډيا دغه وړاندیز رد کړې چې وایی غیر متوازن دې او د هغوي مسلو ته پکې پام نه دې شوې.

سرکاري میډيا وایی تهران د دې پر ځای دغه هیوادونو ته په پنځه نکاتو مشتمل خپل وړاندیز ورکړې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG