د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ / مئي ۲۳


ژباړه : منور شا


کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي، په داسې حال کې چې صدر آصف علي زرداری د شیکاګو د غونډې نه ستنیږي، پاکستاني څیړونکي په دې نظر دي چې نوموړی به خپل ولس ، د امریکا د غوښتنو په لړ کې نرمو مطالبو ته رضا کوي، ځکه چې پاکستان په موجوده وخت کې ډېر په کړکیچنو حالاتو کې دې.

دورځپاڼې دوېنا ترمخه د پاکستان حکومتی چارواکو د وړاندې نه د هېواد په رویه کې دبدلون په اړه اشارې ورکړي چې دصدر د ستنیدلو نه پس به په کار اچول کیږي. دوزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني خصوصي معاون چوهدري فواد ورځپاڼې ته وېلي، پاکستان به خپل موقف کې لچک پېدا کوي ځکه چې هم دا یې د هېواد په ګټه ده.

ورځپاڼه لیکي د چوهدري فواد ددې ادعا ترڅنګه بله خبره دا ده چې که څه هم د شیکاګو دغونډې پرمهال صدر زرداري د لږې لږې شیبې لپاره څو واره د صدر بارک اوباما سره مخامخ شوی، خو صدر زراداري د صدر اوبامه سره یو په یوملاقات کولو کې بریالي نشو، او ددې له مخه پاکستاني مشرانو ته دا پیغام ملاویږي چې امریکا، یې د هېواد نه ډیره خپه ده.

خو ورځپاڼه لیکي پاکستان کې ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې حالاتو ته په کتو سره د شیکاګو په غونډه کې ګډون پاکستان د کوم خاص زیان سره نه دی مخ کړی. د سیاسي چارو څیړونکی نجم سیټهي وايي د پاکستان سیاسي او پوځي مشران د امریکا سره تعلقات ښه کول غواړی خو د هېواد ولس دا خبره نه خوښوي نو ځکه پوځ ددې ډول کومې فیصلې نه ځان ساتي او پاکستاني سیاسي مشران هم راروان کال کې کیدونکي انتخابات په پام کې لري.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي امریکا په قبایلي سیمو کې په داسې حال کې ډرون برید کړی او څلور وسله وال یې وژلي چې دپاکستان لخوا د نېټو لپاره درسد لارې دنه خلاصولو په نتیجه کې دامریکا صبر په ختمیدو دې.


دا لارې پاکستان د تېر کال په نومبر کې د نېټو لخوا برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو دوژل کیدو نه پس بندې کړي دي چې دپرانیستلو خبرې اترې یې د ډرون بریدونو په موضوع کړکیچنې شوي دي.

د پاکستان پارلیمان هم د ډرون بریدونو د بندولو غوښتنه کړې خو امریکا انکار کوي.
ورځپاڼه لیکي په تیرو وختونو کې د پاکستاني حکومت او پوځ ځینو کسانو د ډرون بریدونو ملاتړ کو لو خو کله نه چې ددواړو هېوادونو تعلقات خراب شوي نو دغه خلک هم اوس د ډرون بریدونو د ملاتړ نه په شا شوي، چې له وجې یې دا معامله د کړکیچ ښکار شوې، خو زیاتره کارپوهان دا نظر لري چې ځنې جګ پوړي پاکستانی چارواکي اوس هم د ډرون بریدونو مرسته کوي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم امریکا نه غواړي چې د خپلې استخباراتي ادارې سي آي ای د دغه خفیه عملیاتو په اړه په ډاګه خبرې وکړي. خو ځینې امریکايي چارواکي په شخصي توګه وايي ډرون بریدونه د ترهګرۍ خلاف جنګ کې ډېر اهم کردار ترسره کوي چې پکې تر دې دمه د القاعده او طالبانو یو شمېر مهم کمانډران وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG