د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان لاره نه پرانیزې، امریکا مرستې کموي




سرچینه : رایټرز اژانس
ژباړه : ملیحه امیر ذاده

رویټرز خبري اژانس ليکي د امریکایی سینیټ یو پینل د نهې په ورځ پاکستان ته ورکونکې امداد د کمولو په حق کې رایې اچولی، او ګواښ یې کړی، که چیرې اسلام آباد په افغانستان کې د نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان د رسد لارې واپس خلاصې نه کړې نو نورې پیسې به هم ورته ودروي.

امریکا غواړي دغه لارې زر خلاصې شي، چې پر سر یې د څه مودې راهیسې د پاکستان سره تعلقات د کړکیچ ښکار دي.

د اژانس په خبره د بهرني امداد مختصرولو په اړه د سینیټ یوې ځانګړې کمیټۍ دغه ګام د شیکاګو غونډې نه وروسته اخیستې. واشنګټن د دغې غونډې پر مهال هیله لرله چې د سپلايي لارو په سر شخړه به ختمه شي او یو تړون ته به ورسیدلې شي.

اژانس ليکي پاکستان دغه لارې له هغه وروسته و تړلې کله چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د نیټو په هوایی بمبارۍ کې 24 پاکستاني سرتیري و وژل شول. نیټو دا وخت غواړي د متبادل لارو سره سامان افغانستان ته و رسوي خو دغو لارو باندې خرچه ډېره زیاته راځي.

رویټرز د دغه پینیل د چیرمین سینیټر پیټریک لیهې د خولې لیکي، دوي د مالی کال 2013م لپاره پاکستان ته په امداد کې تر 58 فیصده کمي راوستلو په حق کې رایې د اوبامه انتظامې په خواست اچولې.
اژانس ليکي، سنیټرانو پاکستان ته یو بلین ډالرې ورکولو په حق کې رایې اچولې وې، چې پکې 800 ملین ډالرې په بهرنې امداد کې شاملې وې. خو د سینیټر لنډسي ګریهم په خبره پاکستان لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې دغه فنډ تر پنځوس ملین ډالرو ته را ټیټ کړل شو. او دغه هم د تړل شویو لارو د پرانیستلو سره مشروط ګرځول شوې. د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د پاکستاني پوځ مرستې لپاره فنډ څو کاله مخکې مختص شوې وې.

اژانس ليکي د خرچې په اړه د پینل مسوده د قانون شکل خپلولو لپآره باید پوره سینیټ او ایوان نمایندګان ددې منظوري ورکړي. خو په کانګریس کې په پاکستان تنقید او د امداد بندولو غوښتنې له هغې وروسته زیات زور نیولی دی کله چې تېر کال په ایبټ آباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د امریکایي ځانګړو ځواکونو په کاروایۍ کې ووژل شو.

د اژانس په خبره په ورستیو کلونو کې پاکستان تر ټولو زیات امریکایي امداد تر لاسه کونکي هیوادونو کې یو دې.

اژانس ليکي امریکا يي چارواکي داسې اشارې ورکوي چې ودرول شوې مرستې په هاغه صورت کې واپس جاري کولی شي چې که پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې په لړکې زیاته ژمنتیا و ښایي.
XS
SM
MD
LG