د لاسرسي ځای

تازه خبر

شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالو د بند سزا واورول شوه



د خيبر قباييلي سيمی د باړي تحصیل اسټنت پوليتکل ايجنټ ناصر خان ډاکټر شکيل آفريدي ته د اسامه بن لادن په اړه امريکايي استخباراتي اداري سي اي اي ته د مالوماتو ورکولو په جرم د ۳۳ کالو د بند سزا اورولی ده.


شکيل افريدي ته د بند د سزا نه علاوه د دريو لکو او شلو زرو پاکستاني روپو، د جرماني سزا هم ورکړل شوې ده او که هغه دغه رقم سرکار ته ورنه کړو نو درې نیم کاله نوره موده به هم په بند کې تیروي.

ډاکټر شکيل افريدي باندي تور وو چي هغه د ايبټ آباد په بلال ټا ون کې په پټه ميشت د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په اړه امريکايي استخباراتي ادارې سی آي ای ته مالومات ورکړي وو. او ددغو مالوماتو راغنډولو لپاره يې ماشومانو ته د خاخکو ورکولو جعلي کمپايين هم چلولی و.

د تير کال دمئي د مياشتي په دويمه نیټه د امريکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن ووژلو او مړی يې بيا د ځان سره يوړو او په بحيره هند کي يې ښخ کړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG