د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګاونډي هيوادونه د ناټو ځواکونو انخلا ګډوډولی شي





ژباړه: ګل اياز
سرچينه: ايسوسی ايټيډ پريس اژانس

د ناټو په سرمشريزې کې له ډير احتياط سره د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو پلان وړاندی شو، خو د افغانستان د جګړې ختمول نه خو د امريکا دولس مشر بارک اوباما او نه هم د نړيوالو مشرانو په لاس کې ده.


که چېرې طالبان یو وار بیا قوت ترلاسه کړي او يا ګاونډي هيوادونه د دغه هيواد په چارو کې لاس وهنه وکړي ، نو د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو ستراتیژي، له خطر سره مخامخ کېداي شي .

د خبري اژانس په وينا، په لنډو ټکو کې طالبان، پاکستان او ايران په ګډ وډۍ کې کردار لوبولی شي. طالبانو په دغه هيواد کې بريدونو ته دوام ورکړی او د روغي جوړې خبرو کې دلچسپي نه ښايي، دوی د ناټو سرمشريزه بې نتيجي بللي ده.

خبري اژانس د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نهي په ورځ خپور شوي اي ميل حواله ورکړې چې د دوی په وينا ناټو وايي،په افغانستان کې کلاري ده کوم چې حقيقت سره تړاو نه لري.
خبري اژانس ليکي، د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو پلان تاييد شوی او راروان کال په نيمايي کې افغان ځواکونو ته د امنيت ذمه واري سپارولو خبره شوې.

خبري اژانس ليکي، په ناټو کې د امريکا مستقل استاذي ايو ډالډر وايي ((امريکا په افغانستان کې د انتقالي سټراتيژۍ کې د ايران او په ځانګړي توګه د پاکستان د کردار نږدي نه څاري.))

ډالډر زياتوي ((له پاکستان سره په کشالو ژوري خبرې شوي، چې څنګه د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو ستراتيژي کاميابه شي، ځکه مونږ همکاريو ته دوام ورکړی.))

خبري اژاس ليکي پاکستان بيا بيا دا خبره تکرار وي چې مستحکم افغانستان غواړي او امريکا دغه هيواد ته د اورپکو پرضد جګړي لپاره اربونه ډالره امداد ورکړی،خو امريکا په پاکستان تور لګوي چې دوه مخيزه پاليسي يې خپله کړې او هغه طالبانو سره مرستي کوي چې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو بريدونو کوی. پاکستان دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG