د لاسرسي ځای

تازه خبر

د TAPI د ګیسو د نل لیکې لوظنامه لاس لیک شوه


د ترکمانستان ، پاکستان او هندوستان استازو دهغې ګیس پايپ لاين جوړولو یوه لوظنامه لاس ليک کړه چی له مخه به يی د ترکمانستان نه قدرتي ګیس د افغانستان د لارې پاکستان او هند وستتان ته ورکول کيږی.

دغه لوظنامه چي امريکا يې هم ملا تړ کوي نن د ترکمانستان په اوازه سیمه کی لاس ليک شوه.

په دغه لوظنامه د پاکستان لخوا د غير دولتي ادارې انټر سټيټ ګیس سیسټم او د هندوستان د حکومتي ملکيتی ادارې ګيل لميتډ استازو لاس لیکونه وکړل.

د ترکمانستان چارواکي وايي چي پدغه نږدې اتلس سوه کلوميټره اوږده پايپ لاين به څه ناڅه اوه نيم اربه امريکايي ډالره خرڅ راځي.

چارواکي زياتوي چې ددغه پايپ لاين د لارې به هر کال ۳۳ اربه کيوبک فوټه ګیس استول کيږی.

ددغي لوظنامي په اړه د پاکستان د پیټرولو او دګیسو وزارت يو چارواکي عرفان اشرف قاضي مشال ريډيو ته وویل:

(( هره ورځ به درې اعشاریه دوه بلیونه کیوبک فوټه ګیس لیږدول کیږي.دې نه به افغانستان پنځه سوه کیوبک فوټه ، پاکستان دیارلس سوه او پنځه ویشت کیوبک فوټه او هندوستان به هم دیارلس سوه او پنځه ویشت کیوبیک فوټه ګیس اخلي.د ترکمانستان د جنوبي عثمان فیلډ نه به دا ګیس دافغانستان هرات او کندهار ته او بیا وروسته دپاکستان چمن او ډیره غازي خان او ملتان ته رسول کیږي. ))


بل پلو، څیړونکي په دې نظر دي چې ددغه پایپ لاين له وجی به په پاکستان کې د توانايۍ بحران کی کمی راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG