د لاسرسي ځای

تازه خبر

نامتولیکوال،شاعر او څیړونکی لایق شا درپه خیل مړ شو



د شمالي وزېرستان نامتو شاعر، ليکوال او محقق حاجي لایق شا درپه خېل تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۷ کلونو په عمر کې وفات شو او په درپه خېل کلي کي خاورو ته وسپارل شو.


نوموړي، د تحقيق او تاريخ په برخه کې د وزيرستان د تاريخ په اړه خپل لومړی کتاب ((وزيرستان)) په ۱۹۹۳م کال کي او دوهم کتاب چې پونده نوميږي په ۱۹۹۴م کال کي چاپ کړی و.

د دې سربېره نوموړي د ناولونو تر څنګ د شعرونو او افسانو مجموعې هم چاپ کړې وې.


لایق شا درپه خیل د وزیرستان د سرخیلو ادیبانو څخه ګڼل کیدو چې په لر او بر کې یې شهرت لرلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG