د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پرلاریون د وسله والو برید، ۱۱ مړه ۳۰ ژوبل


د نهې ( سه شنبه ) په ورځ په کراچي ښار کې پر يو لاريون د وسله وال بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول او تر ۳۰ زيات ژوبل شول. د محبت سند په نامه دغه لاريون د سند د قام پرست سياسي ګوند عوامي تحريک لخوا را ايستل شوی و چې مقصد يې د سند يووالی او د مهاجر صوبې د جوړېدو مخنيوی و. د سند صوبې د پوليسو اېډيشنل آی جي اختر ګورچاني د پيښي په اړه وويل :

((دا لاریون ، په سند صوبه کې دمینې او یو والي په موخه راویستل شوی و. د حکومت نه ددې لاریون اجازه نه وه اخیستل شوې. خو پولیسو بیا هم د لاریون امنیت ساتلو. مونږ ځیني مشکوک کسان نیولي هم دي. ))

د ځايي روغتون چارواکي وايي چې په وژل شوو کسانو کې درې ښځې هم دي. د سند وزيراعلی سيد قايم علي شاه د پيښي د عدالتي پلټنو حکم ورکړی او د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير رحمان ملک د پوليس د اېډيشنل آی جي په مشرۍ کې د پيښې د پلټنو لپاره ډله جوړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG