د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر ریان سي کروکر خپله دنده پریږدي


په افغانستان کې د امريکا سفير ريان کروکر به د ځينو صحي مجبورييتونو له کبله په راروان اوړي کې له خپلي دندې څخه ځان ګوښه کړي. ۶۲ کلن کروکر د تېر کال په جولايي مياشت کې د ولسمشر اوباماپر غوښتنه تقاوت نه و اخیستی.

نوموړي مخکي ويلي و چې تمه لري دوه کاله په کابل کي د سفير په حيث پاتې شي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ د نهې په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې ښاغلي کروکر د خپلې چوکۍ د پرېښودو دغه پلان له افغان حکومت، په افغانستان کې د امريکا له ماموريت او د ايساف هيوادونو له چارواکو سره شريک کړی دی.

مېرمن نيولينډ زياته کړه چې حکومت به يې له افغانستان سره په کړيو خپلو ژمنو ټينګ پاته شي.


ريان کروکر له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۰۹م کاله پورې په عراق کي د امريکا سفير و او تر هغه وړاندې يې په پاکستان، لبنان، کويت او شام کي هم د امريکايي سفير په حيث کار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG