د لاسرسي ځای

تازه خبر

وخت راغلی چې پاکستان ځان سپين کړي





احمد شاه اعظمي ـ مشال راډيو پراګ

د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو تر ټوله لويه سرمشريزه پای ته ورسېدل چې د ۶۰ هيوادونو او سازمانونو مشران وربلل شوي وه. د دې سرمشريزي د اعلاميې له مخه پرېکړه وشوه چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او په دې هيواد کې به يوازي د ناټو روزونکې ډلې پاتې کيږي.

خو په شکاګو غونډه کې د ناټو مشرانو دا تمه درلوده چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر مخ د رسد د لارو پرانستلو زېری راوړي خو داسي ونشول. په همدې خاطر که يوې خوا ته د ناټو مشر اندرز فوغ راسموسن او د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر زرداري سره ملاقات ونکړی نو بلې خوا ته بيا د امريکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې افغانستان ته د اکمالاتو په رسولو کې د روسيې او منځنۍ آسيا د ځينو هېوادونو د مرستو مننه وکړه خو د پاکستان يادونه يې ونکړه. دا چې په دې هر څه سره د نړۍ مشرانو پاکستان ته څه پېغام ورکول غوښت او دا به پر پاکستان څه اغېزې ولري، په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز خان خټک وايي چې پاکستان ته دا پېغام ورکول و چې نړيوال د پاکستان پرته نورې لارې هم لري.

((دا چې راسموسن له زرداري سره د ملاقات نه انکار وکړو او بيا اوبامه د ملاقات نه انکار وکړو ، هغه ډېر صفا پېغام دی چې سمه ده، ته روغه نه کوې، ستا خپله خوښه ده، هغه به بيا بله لاره ګورو. په سياست او ډپلوماسي کې دروازې نه بنديږي، تر آخره پوري خلګ لګيا وي هڅې کوي. خو په هر حال زما دا خيال دی چې د شيکاګو کانفرنس تر شروع کېدو وړاندي حالات خراب او نن ترهغې لا هم حالات خراب دي)).

که څه هم امريکا او ناټو له پاکستانه د ناټو د رسد د لارو پرانستلو غوښتنه کوي خو د دې سربېره د اړيکو د ترينګلتيا نور لاملونه هم شته. د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي چې امريکا اوس له پاکستانه په څرګند ډول ځواب غواړي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ کې ملګرتيا ورسره کوي او که نه؟

((امريکا خو دا غواړي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د اول صف ملګری دی. په دې کې دي هغه ډول رول ولوبوي چې څنګه د اول صف د ملګري نه توقع کيږي. خو د امريکا دا شک دی چې پاکستان داسي نه کوي. پاکستان که يو طرف وايي چې ملګری دي يم خو بل طرف خلګ هم له خپلې خاوري را استوي او په افغانستان کې حالات خرابوي. نو پاکستان بايد چې اوس دا فيصله وکړي چې په دې جنګ کې د امريکا ملګری دی که نه دی؟ تر اوسه خو شايد چې معاملات چلېدل خو اوس خبره ښکاره شوه، اوس نه پټيږي. اوس به يا پاکستان ملګری کيږي يا به توبه ګار کيږي. که دا نه کيږي نو حالات به نور هم خرابيږي)).

که څه هم پاکستان په وار وار ويلي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د نړيوالې ټولني ملګری دی خو د ناټو پر مخ د رسد د لارو په بندېدو سره دغه هيواد د امريکا او نړيوالو په ذهنونو کې شکونه پيدا کړي دي. دا چې په داسي حال کې پاکستان ته څه کول په کار دي چې د نړيوالې ټولنې باور تر لاسه کړي، ډاکټر اعجاز خان خټک وايي پاکستان ته پکار ده چې د نړيوالې ټولنې له پريکړو سره سم کار وکړي او ځان بېلوالي ته نه پرېږدي.

((پاکستان په دې علاقه کې او دنيا کې له يوازي والي نه وتل پکار دي. که چيري هم ته يوازي وې هغه فايده نه کوي او ملګرتيا ښه وي. او د نن په دنيا کې يوازي کېدل ډېره لويه تباهي ده. پاکستان ته پخپله ډپلوماسي کې، په لارو خلاصولو کې او نورو خبرو باره کې سوچ داسي پکار دی چې د دې علاقې پکې فايده وي، يو خو بايد چې امن راولي چې په امن کې تر ټولو زيات د پاکستان فايده ده، تر افغانستان يې څه کم ضرورت نه دی. او بل دا دی چې پاکستان په سفارتي کچ يوازي نشي. يوازي والی د ملکونو لپاره لويه تباهي ده)).

د پاکستان او امريکا تر منځ په اړيکو کې که څه هم وخت نا وخته ترينګلتيا رامنځ ته کېدل خو د سلله تر پيښې وروسته چې کله پاکستان د ناټو پر مخ د رسد لارې وتړلې نو شپږ مياشتې کيږي چې له امريکا سره يې اړيکې پر مخ نه دي تللي

.
XS
SM
MD
LG