د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د روانې میاشتې پای کې پښتون جرګه





د روانې میاشتې په ۲۹مه نېته د خیبر پښتونخوا په لرغوني، تاریخي ښاراو مرکز پېښور کې د ملتپالي سیاسي مشر افضل خان لالا په نوښت یوه پښتون جرګه رابلل شوې چې پکې د افغانستان په ګډون له سیمې مخور پښتانه مشران ګډون لري.

دا جرګه په داسې حال کې رابلل شوې چې پرون د امریکا په شیکاګو کې د افغانستان پر راتلونکې د ناټو سرمشریزه پای ته ورسېده چې په افغانستان کې به راتلونکې کال امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي. نو په داسې حالاتو کې دغه پښتون جرګه د سیمې په امن راستو کې څومره ونډه لرلای شي او نړیوالو ته خپل پیغام په ښه توګه څنګه رسولای شي.

د مشال راډيو د کرښې پر غاړه نننۍ خپرونې موضوع همدا ده چې میلمانه یې ملتپالي سیاسي مشر افضل خان لالا او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي ویاند سېنېټر رضامحمد رضا دی.ددې خپرونې کوربه شاهین بونېری دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG