د لاسرسي ځای


مطیع الله عابد – آشنا راډيو

واشنګټن:- پراگ د رڼا گانو ښار. پراگ د یارانو یار. پراگ د ښکلا گانو شاهکار. ما ویل چې زه به سږ کال بیا پراگ ته ځمه بیا به هغه گلستان ته ځمه. خپل سلطان، څاروان او رضوان ته ورځمه. د شاهین زړگي ته به نیزدې یم. د بابرد خندا لوگي سره به خندیږیم. د آزادۍ په فضا کې د مشال په رڼا کې به د پامیر د هسکې څوکې نه د بوري د پراخې سینې پورې به گرځمه.


فرخنده به خندنۍ وي. منور به بختور وي. گل به مې ایاز وي .ایازی به مې اکبر وي. د محبتونو امین به وي او نجیب عامر به وي. د اجمل په اند به یم. د احمد په تکل به شم. صالح خو صالح دی او الکوزی خو د ټولو گل دی. هاشم مومند دی که اسرار مومند دی. د هر یو خپل خپل خوند دی.
خو. خو دا دوستان. دا یاران او دا پراگ دا پښتونستان اوس خپه دی. ډیر زیات خفه دي. د دوﺉ د آزادۍ چیغه ورکه شوې ، د مشال رڼا یې مړه شوې. حسیبه جانه شهیده شوې. اوس به هغه میز. هغه گلونه. هغه د گلونوماشومانو عکسونه به څوک څنگه خندا ته پریږدي. اوس به سلطان څنگه خنداکوي. رضوان به څنگه د هیرو ادا کوي. د شیبر خندنۍ څېره غمگینه ده. د احمد شاه مهاجره مرغۍ شهیده ده. حسیبه جانه نشته. یاد ې شته . غږ یې هم شته. خو خپله نشته. د پراگ نه ترکابله. له کابله تر واشنگټنه ټولې یې په سکوت کې پرې ایښي دي.

په دې غم کې ،په دې ویر کې به څوک څنگه پراگ ته لاړ شي. څوک به څنگه د هغو لارو نه تیر شي چې حسیبه جانه یې رانه خوړلې ده. هغه دفتر کې به څنگه مجلس وکړي، چې د مجلسونو میره ورنه تللې. ما خو ویل چې زه به بیا پراگ ته ځم. بیا به د لروبر له یارانو سره کیسې خوانۍ جوړوم. خو افسوس چې نه د پیښور کیسه خوانۍ اباده پاتې ده او نه د پراگ هغه ښاده پاتې شوه.

ما ویل چې د واشنگټن له منډو پس به د څاروان په کور کې د سلطان په شور کې او د رضوان په ټکور کې دردونه ټکورم.
خو دلته واشنگټن هم ویر کوي او پراگ هم خفه دی. د نوشابه جانې خور مړه ده او د گلونو ماشومانو مور مړه ده. کابل پراگ کې ژاړي او پراگ واشنگټن ته سلگۍ وهي. واشنگټن په دواړو کې حیران پریشان ناست دی چې خپله وژاړي که د بل اوښکې وچې کړي.

ما ویل چې زه به درته ژاړم .
تا خو له ورایه سترگې سرې نیولي دینه.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG