د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانیو عسکرو د افغان ناروغانو شکایتونه




نیاز موسا خیل - مشال راډيو

کوټّ:- د پاکستان بلوچستان ته له افغانستانه د درملنې او علاج لپاره تلونکې مریضان وایي، د لارې په اوږدو کې د پاکستان پولیس،لیویز او نور امنیتي ځواکونه یې ځای پر ځای تنګوي او پیسې ځینې اخلي.

خو پاکستاني چارواکې دا تورونه ردوي او وایي چې ملک ته یې په ناقانونه توګه ورتلونکې د فارن اېکټ قانون لاندې نیول کیږي او له قانوني اونړیوالو اصولو سره سم چلن ورسره کیږي.

یو افغان وګړی،بازمحمد چې خپل یو عزیز یې له هیلمند ولایته ترکوټي د درملنې لپاره وړی دی وایي، ځای پر ځای پولیسو پېسې ورڅخه اخیستې دي٫٫له پولې بیا تر کوټي چې چرې هم د امنیتي ځواکونو پوستې وې،هلته بې له پېسو نه یم راغلی.آند تر دې چې د کوژک په سیمه کې یې (۱۰۰) روپۍ هم راڅخه واخیستې٬٬

د هیلمند ولایت یو بل اوسېدونکی،سپین ګل هم په دغه لړ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له چلنده سر ټکوي٫٫یو ځایي هم نه یو ځینې خلاص شوي.ناروغان راسره وو.پر پوله مې خواست ورته وکړو چې د ناروغانو خیال وکړه، لېکن غوږ یې نه ونیولو. دا د دې لپاره نه ده چې دوﺉ پر قانون عمل کوي،بلکې ددې لپاره چې یو څه ځان ته پېدا کړي. او تش پیسي رانه اخلي ٬٬

بازمحمد زیاتوي، په خپلو سیمو کې د درملنې آسانتیاوي نه لري،ځکه مجبوره دي چې پاکستان ته راشي٫٫هلته نه ښه ډاکټران شته،نه ښه دوایي او نه ښه نورې طبي آسانتیاوي شه. دلته د طبې سهولتونو لپاره راځو چې د ناروغانو مو په ښه توګه درملنه وسي.٬٬

په کوټه کې د افغان کونسلکری مشر،حاجي غلام بهادرهمدا خبره کوي چې له افغانستانه له راتلونکو خلکو پېسې اخیستل کیږي. هغوی کړول کېږي او ډبول کیږي.دی زیاتوي٫٫موږ چې په دې باب د پاکستان بهرنو چارو وزارت ولیکو، نو هغوی ته په لیک رسېدو کې تر میاشت زیات وخت لګیږي او وروسته چې کله هم پوښتنه ورڅخه وکړې،یواځي دا وایي، دوي پلټنې وکړې او دا نه شوه ثابته چې پولیس یا لیویز پېسې اخلي یا نور تیری کوي.٬٬

په کوټه کې د بلوچستان کورنو چارو یو لوړ پوری چارواکې منیر احمد جمالي سره تماس ونیول شو.نوموړي د یادو تورنو له منلو انکار وکړو او یواځي دومره یې ووېل چې دوي همېش چې چرې هم افغان وګړې بې اسنادو نیولی،نو د ٫٫فارن اېکټ٬٬ قانون لاندې یې چلن ورسره کړی او د پېسو اخیستلو خبره بې ځایه او بې بنسټه ده.

خو په کوټه کې د افغان کونسلګری مشر،حاجي غلام بهادر بیا وایي،دا څنګه د ٫٫فارن اېکټ٬٬ قانون دی چې په میاشتو میاشتو افغانان په زندانو کې اچول کیږي او هلته په ګاونډي ایران کې چې کله هم پاکستانیان د دغه قانون لاندې ونیول شي نو هغوی سمدستي پر پوله پاکستاني ځواکونو ته حواله کیږي٫٫زه منم چې ٫٫فارن اېکټ٬٬ ستا د پاکستان یو قانون دی او ته بې شکه تر دغه لاندې خپل ګامونه واخله،مګر داسي خو نو مه کوه چې په میاشتو میاشتو افغانان هلته په زندانونو کې اچوې او هلته یې بیا وهې او ډبوې هم او جارو هم په وهې٬٬

خو پاکستان په بیا بیا د خپلو ځواکونو له اړخه د پېسو اخیستلو خبره نه مني او زیاتوي،چې د نړیوالو اصولو او خپل مُلکې قانون سره سم،له بې اسناده افغان وګړیو سره چلن کوي،خو افغان وګړي بیا دا ادعا نه مني او وایي،په پاکستان کې د پولیسو اولیویزو له اړخه د دوی کړول اوس یو عامه خبره ګرځېدله.
XS
SM
MD
LG