د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه به ژر امنييتي چارې سمبال کړي. اوباما


د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د شیکاګو غونډې پر مهال روغبړ کوي. ۲۰ می ۲۰۱۲م کال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د شیکاګو غونډې پر مهال روغبړ کوي. ۲۰ می ۲۰۱۲م کال


هارون باچا - مشال راډیو

واشنګټن:- په شېکاګو کې د ناټو د سرمشريزې پر مهال د امريکا ولسمشر براک اوباما او هم د ياد سازمان مشرانو ډاډ څرګند کړ چې افغان ځواکونه به د ۲۰۱۳ م کال په اوږدو کې د افغانستان د امنييت بشپړ کنټرول سمبال کړي-

ولسمشر اوباما د ګل په ورځ د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزې ته په خپلې پرانېستونکې وينا کې د يوولس کلنې افغان جګړې د له مينځه وړلو له پاره افغان ځواکونو ته د امنيتي ذمه واريو د لېږد په خبره ټينګار وکړ: ((نن به موږ د مسوليیتونو د انتقال د بلې مرحلې، د يو بل نوي پرمختګ په اړه پرېکړه کوو- موږ به افغان ځواکونو ته د ۲۰۱۳ کال له پاره د ګرد هېواد د جنګي عملياتو د په غاړه کولو هدف ټاکو، چې دغه شان ايساف وکولای شي د يوه ملاتړي ځواک رول خپل کړي-))

راپورونه وايي د ناټو مشرانو د افغانستان له پاره د خپل هغه پلان پخلی وکړ چې په ترڅ کې به يې افغان سرتېري راروان اوړی د خپل هېواد د امنييت چارې په بشپړه توګه پر غاړه واخلي او ناټو ځواکونو ته به لاره ورکړي څو د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه ووځي-
د ناټو په غونډه کې د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په شمول د يو شمېر نورو هغو هېوادو مشرانو هم ګډون درلود چې د افغانستان په جګړه کې په يوه يا په بله طريقه ښکېل پاتې دي-

ايسوشي ايټېد پريس اژانس ليکي په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر مخ د پاکستان د اکمالاتي لارو د تړل کېدو موضوع ته په اشارې زياتوي چې که څه هم امريکا او پاکستان په دې وروستيو کې د يادې مسالې د حل په لړ کې مثبتې نښې ورکړي، خو د اژانس په خبره د شېکاګو د دوه ورځنۍ غونډې پر مهال په دې لړ کې د نور کوم پرمختګ تمه نه شي کېدلای-

ښاغلي اوباما کنفرانس ته په خپلو څرګندونو کې افغانستان ته د اکمالاتو په رسولو کې د روسيې او مينځنۍ آسيا د ځينو هېوادونو د مرستو له پاره د دوئ د مننې کولو پر مهال په څرګنده د پاکستان له يادولو ډډه وکړه-

نوموړي دغه راز له افغانستان سره لاس ليک کړي د ستراتيژېکو اړيکو سند ته په اشارې افغان ولس ته د امريکا او هم د ناټو هېوادونو له خوا د اوږد مهاله مرستو ډاډ ورکړ- ((د ستراتيژېکې همکارۍ تړون، چې ولسمشر کرزي او ما په کابل کې لاس ليک کړه، دا خبره يقيني کوي چې افغانان کله په خپلو پښو ودريږي، نو يوازې به نه وي- نن موږ کولای شو د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته له افغانستان سره د ناټو د اوږدې مودې په ملګرتيا موافقه شو، چې له افغان امنيیتي ځواکونو سره زموږ ملاتړ به هم پکې شامل وي- بس دا ده چې موږ ته لا ډېر کار کول دي-))

د شېکاګو کنفرانس ته په وينا کې د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسېن وويل چې دا غونډه د افغانانو او د دوئ د هېواد د راتلونکي په اړه زموږ د شريکې ژمنتيا ثبوت ورکوي- نوموړي هم هيله وښوده چې افغان ځواکونه به د راتلونکي کال په موده کې د افغانستان د امنيیت چارې په خپلو لاسونو کې واخلي او له ياد هېواد سره د خپل سازمان د اوږد مهاله ملاتړ پلان يې په دا الفاظو په ډاګه کړ- ((زموږ ژمنتيا د اوږدې مودې له پاره ده- موږ تمه لرو چې په ۲۰۱۵ م کال کې د ناټو په مشرۍ افغان امنييتي ځواکونو ته د تربيې او مشورو ورکولو چارې پيل کړو، او په ناټو او ايساف کې شامل هېوادونه به هغه پوځ او پوليسو ته، چې افغانستان ورته په راتلونکيو کلونو کې اړتيا لري، مالي مرستې هم رسوي-))

ای پي ليکي ناټو مشران په داسې حال کې د افغانستان د جګړې پای ته د رسولو خبرې کوي چې د دوئ ځواکونه به لا هم د دوو نورو کلونو له پاره په افغانستان کې دېره پاتې وي او کېدلای شي يو زيات شمېر ورڅخه د جګړې قربانيان هم شي-

اژانس د ولسمشر اوباما هغه خبره راخېستې چې د تېر اتوار په ورځ يې په شېکاګو کې له خپل افغان سيال سره تر ليدنې وروسته وويل : (( لکه څه رنګه چې موږ درک کړې، د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې ده-))

خو هم د اې پي په ليکنه، طالبانو او ملاتړو يې خبرداری ورکړی چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې رامينځ ته کېدونکې تشه به دوئ ډکوي-

راپورونه په عين حال کې وايي ناټو مشرانو د ګل د ورځې په خپله غونډه کې د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته د افغان امنييتي ځواکونو د تمويل په چارو هم غور وکړ- د ناټو د احصايو له مخې، افغان ځواکونه د کال څلور اعشاریه یو اربه ډالره ته اړتيا لري، چې ويل شوي ۵۰۰ ميلينه ډالره به افغان حکومت برابروي او پاتې نورې پيسې به د مرسته کوونکيو هېوادونو په ذمه وي، چې زياتره یې دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي-
XS
SM
MD
LG