د لاسرسي ځای

د ناټو سرمشریزه کې به ولسمشر زرداري ناراحته وي


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري




ژباړه: بوریوال کاکړ

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې د پاکستان له خوا د نېټو لپاره د سامان وړلو د لارې پر تړل کېدو او له هم دې کبله په شیکاګو کې د نېټو د دوه ورځنۍ غونډې پرمهال د امریکايي ولسمشر باراک اوباما او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ترمنځ د ملاقات نه کېدو په اړه بحث کړی دی. مقاله لیکي چې پاکستانی ولسمشر اصف علي زرداري به د دې موضوع له کبله د نېټو د دې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې ډېر ناراحته وي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي ، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د نېټو د پرونۍ پیل شوې غونډې پر مهال له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري څخه د خفه په شان ناست وو او آن تر دې چې د نېټو لپاره د سامان وړلو د لارو په اړه له یو تړونه پرته یې له هغه سره له لیدو کتو انکار وکړ.

ورځپاڼه لیکي ، خو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړنې پر تړل شوو لارو د خبر اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره لیده کاته وکړل .

ورځپاڼه ، لیکي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د خرابو اړیکو کچه له دې اټکلېدای شي چې امریکايي ولسمشر باراک اوباما له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره له ملاقاته انکار وکړ او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې په ډېره ښه فضا کې لیده کاته وکړل.

له لیدو کتو وروسته امریکايي ولسمشر وویل چې دی د افغان ولسمشر حامد کرزي د سخت محنت ستاینه کوي او حامد کرزي بیا د امریکايي ځواکونو د قربانیو پر اساس د خپل امریکايي سیال مننه وکړه.

ورځپاڼه لیکي ، تر کومه حده چې د پاکستان تعلق وو نو هر څه مخ پر خرابېدو ښکارېدل.

که څه هم امریکايي او پاکستانیو چارواکو په تېره اونۍ کې د نېټو لپاره د سامان وړنې د لارو د بیا پرانستلو لپاره د یو تړون په اړه خوشبیني ښودلې وه او هیله یې څرګنده کړې وه چې پاکستان ته د نېټو په غونډه کې د ګډون بلنه به په دې لړ کې مرسته وکړي خو هغه داسې ونه شو.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې ولسمشر اوباما له هم دې کبله له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره له لیدو کتو انکار وکړ.

د نېټو تر دې دوه ورځنۍ غونډه وړاندې د دې لارو د نه پرانستلو له کبله د پاکستان او امریکا ترمنځ په تاوتریخوالي کې لا زیاتوالی راغلی دی.

چې کله پاکستان دا لارې نه وې تړلې نو د نېټو د ځواکونو لپاره افغانستان ته پر تلونکي هر یوه ټېنکر پاکستان ته دوه سوه پنځوس ډالره ورکول کېدل او اوس پاکستان پر هر ټېنکر له امریکا د پنځه زره ډالرو غوښتنه کوي.

یو امریکايي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې کله نېټو پاکستان ته د شیکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه نو دوی فکر کاوی چې اوس به نو پاکستان دا لاره خلاسه کړي.

خو د نېټو تر دې دوه ورځنۍ غونډه وړاندې له داسې نه کېدو او د امریکايي ولسمشر باراک اوباما له خوا د ملاقات له انکاره وروسته به د پاکستان ولسمشر اصف علي‌ د نېټو د دې غونډې پر مهال ډېر نا راحته وي.



تاسو واورېدل چې د نېټو د سامان وړنې د لارو نه پرانستل کېدو د پاکستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې لا تاوتریخوالی رامنځ ته کړی دی.

زموږ همکار بوریوال کاکړ په اسلام کې د سیاسي چارو له کارپوه خادم حسېن سره په دې اړه مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي دي چې د پاکستان او امریکا اړیکي پر کوم لوري روانې دي. نو خادم حسېن وايي .
XS
SM
MD
LG