د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران ولې وژل کېږي


د مومندو قبایلي مشر ملک دلاور خان چې د رونې می میاشتې پر ۱۱مه نېټه په یو برید کې ووژل شو.
د مومندو قبایلي مشر ملک دلاور خان چې د رونې می میاشتې پر ۱۱مه نېټه په یو برید کې ووژل شو.


ګل اياز، مشال راډيو

پراګ:- که څه هم د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د امن راوستو په موخه لښکرې او جرګې جوړی کړي خو اکثره وخت د دغو جرګو او لښکرو مشران د وسله والو لخوا په نښه کيږي.

په دا وروستو کې د مې په يولسمه نيټه د مومند ايجنسۍ يو مشر ملک دلاور خان په پيښور کې وژل وو. هم دغه راز په نورو قبايلي سيمو کې هم مشران وژل کيږي. له مشال راډيو سره په خبرو کې يو قبايلي مشر د نوم نه خپرولو په شرط ويلي چې موجوده حالاتو کې څوک هم نشي کولای چې د امن خبره وکړي او يا د روغي جوړي لپاره هلي ځلي پيل کړي. د موندو يو ملک تاج محمد د حکومت نه شکايت کوی چې مشرانو ته تحفظ نه ورکول کيږي او د دې له کبله د پوليټکل انتظامیې هلې ځلې نيمګرې پاته شي.

ملک تاج محمد مومند وايي ((د قبايلي مشرانو وژنو سره د سيمي امن تباه شوی دی. حکومت له پکار ده چې قبايلي مشرانو ته تحفظ ورکړي او دا په دې مقصد ورکړل شي چې له دې مشرانو نه په قبايلي سيمو کې ډير کار اخیستل کيدای شي.)) نوموړي زياتوي ((په قبايلي سيمو او په بندوبستي علاقو کې د مشرانو تحفظ ضروری دی خو حکومت ورسره مرسته نه کوی.))

د قبايلي سيمو سر بيره په خيبر پښتنونخوا کې امن لښکري جوړې شوي خو وسلوال د دې مشران هم په نښه کوي. د سیاسي چارو کار پوه اياز وزير وايي په قبايلي سيمه کې له اتو کالو راهيسي د ترهګري ضد جګړه کې د پاکستان پوځ دا معاملات هوار نه کړل او عام ولس يې ورته مخامخ کړی دی.

ایاز وزير وايي ((هغو خوارانو، کليوالو خلکو ته وايي چې تاسي امن لښکرې جوړي کړي نو دا د افسوس خبره ده چې امنيت ورکول د حکومت کار دی نه دا چې د عامو خلکو. د قبايلي مشرانو په وژنو کې ککړ کسانو د نيولو کار هم د حکومت دی. خو حکومت قبایلي ولس ورمخکي کړی دی او د نورو رحمو کرم یې پرې ایښی دږ ډغه ډول نه امن رتلای شي او نه هم خلک خپل ځان محفوظ ګڼي.))

د اياز وزير په وينا راروانو ورځو کې به په قبايلي سيمو کې حالات نور هم کړکيچن شي، خو د مومند ايجنسۍ مرستيال پوليټکل ايجنټ رسول خان وزير دريځ لري چې قبايلي مشرانو ته تحفظ ورکول کيږي خو مشران بې احتياطي کوي.

رسول خان وزير وايي ((مشرانو ته ډيرې اسانتاوې ورکوو او په باقاعده توګه يې خاصدار ورسره وي. خو قبايل خو قبايل دي، هغه چې کله امن شي نو بيا سوچ نه کوي او بازارونو کې په ازاده توګه ګرځي. پيښور کې د مشرانو تحفظ ساتل ګران کار دي.))
XS
SM
MD
LG