د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له ټویټره بندیز لرې شو





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د اتوار په ورځ پاکستان کې د ټولنیزو اړیکو په ویباڼه ټویټر د څو ساعتونو دپاره بندیز لګول شوی و ـ دغه بندیز د اتوار او ګل په منځنۍ شپه ناوخته لېری کړی شوی دی ـ

د بندیز د لېرې کولو روستو د پاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک له خوا د ټولنیزو اړیکو په ویبپاڼه ټویټرپیغام ولیکل شو چې په کې راغلې و ، په دې اړه یې د وزیراعظم ګیلاني سره خبره کړې او د ویب پاڼې د بندیدو له وجې خلکو د ورپیښور ستونزو څخه یې نوموړې خبر کړی دی ـ

د هغه په خبره وزیراعظم ګیلاني په ټویټر د لګول شوي بندیز د لېرې کولو حکم وکړو ـ په خپل پیغام کې رحمان ملک ویلي چې دغه بندیز د انفارمیشن او ټیکنالوژۍ د وزارت له خوا روستو له هغې لګول شوی و ، کله چې په یاد شوې ویبپاڼه د اسلام د دین په ضد ځینو خلکو خبرې لیکلی وې ـ

د کورنیو چارو وزیر لخوا په جاري کړی شوي پیغام کې راغلي دي چې د بندیز لګولو په لړ د هغه سره هیڅ مشوره نه وه شوې ، نوموړي باور ورکړی دی چې د ټولنیزو اړیکو ویبپاڼې فیس بک او ټویټر په پاکستان کې بندیز نه لګول کیږي ـ

په ټویټر د بندیز د لېرې کولو د پریکړې د ټویټر کارونکو هرکلې کړی دی او په خپلو پیغامونو کې یې د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک ددې ګام ستاینه کړې ده ـ ددې ترڅنګ د ټویټر ګڼ شمیر کارونکو ترمنځ په دې خبره هم بحث شورو شوی دی چې د ټولنیزو اړیکو په ویبپاڼو دغه ډول بندیزونه پکار هم دي او کنه ؟

د ټولینیزو اړیکو د ویبپاڼې یوکارونکې حسن مجتبا د یاد شوي بندیز په اړه په خپل پیغام لیکي چې څه موده مخکې د ټولنیزو اړیکو په یوه بله ویبپاڼه فیس بک هم دغه ډول بندیز لګول شوی و ، چې یې له وجې دیادو شویو ویبپاڼو کارونکي تر ډیرو ورځو د سختو ستونزو سره مخ و ـ

د نوموړي تر مخه په دغو ویبپاڼو بندیزونه لګول نه دي پکار ، خو ددې ترڅنګ په دغو ویبپاڼو داسې څه لیکل هم نه دي پکار چې د چا د دین یا مسلک په ضد وي ـ

د ملک شاهد په نوم د ټویټر یو بل کارونکي لیکي چې په ټوله نړۍ په کروړونو خلک فیس بک او ټویټر کاروي ، په دومره شمیر خلکو کې څه داسې خلک هم شته چې داسې خبر،عکس یا نور څه خپاره کړي چې نور خلک به ورسره اختلاف لري ، د نورو خلکو د عقیدو په ضد څیزونه خپرول ښه کار نه دی خو ددې حل هم دا نه دی چې ویبپاڼه دې بیخي وتړل شي او بندیز دې پرې ولګول شي ـ

د هغه ترمخه که حکومت غواړي ددې ډول موادو د خپرولو مخه ونیسي نو پکار ده ، ددې لپاره کومه بله لار وکاروي نه داچې په ویبپاڼه بندیز ولګول شي ـ
XS
SM
MD
LG