د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسیبه له زموږ سره



فرخنده وزیر مشال راډيو

پراګ:- چې تا به اواز وکړ ما به لږ سر بره کړ او بیا به مو خبره وکړه، ځکه چې ته زما مخامخ ناسته وې، او اوس دې هم راته مخامخ په میز ګلونه پراته دي.

چې کله زه پراګ ته راغلم نو ته راغلې وې، او اکثر چې به مې مور یادوله نو تا به ویل،”له موږ کره راشه، له مور سره به مې ووینې او ښه ساعت به دې تیر شي. “

په سټوډیو کې چې کله به زه او ته او یا هم ته او ملیحه امیرزاده یو ځای کیدو نو حتا چې په روانه خپرونه کې به دې هم راته په سترګو کې څه وویل. د حسیبې سترګو به مې تل هغې صفت کاوه چې ډېرې ښایسته دي، او کله به مې ورته دا هم ویل، چې یو خو ته هر وخت ناجوړه کیږي، نودې به ویل”څه وکړم کارونه مې ‌ډیر دي. “

حسیبې به تل غوښتل، چې له ما او ملیحې سره بهر لاړه شي، سودا وکړي، او یا یو ځای چای وڅښو، خو اکثره به یې په عین وخت کې راته ویل، چې سمون او شیبه مې انتظار کوي، نو بیا به موږ هم ورته څه نشو ویلای.

د حسیبې یوه بله خوبي چې زما ډیره خوښه وه، او اکثره به مې دې ته ویل ، چې ته کیسه ډیره ښایسته بیانوې، یاد دې شي، هغه چې دې ویل، د ببو ( مور ته به یې ببو ویل) نه چابیانې د کور دننه پاتې شوې وې، حسیبه په دفتر کې وه، او ماشومان دننه وو، ما او قاسم مندوخیل ورته غوږ کیښودی وو، او ستا کیسه مو په غور اوریده.

حسیبه به اکثره زما وروستو راتله او کله چې به یې ستړې مشي کوله، نو ویل به یې، جینۍ څنګه یې؟ حسیبې به خپله ګیله کوله ،چې څه خبره به وه، ګیله به کوله ، که هغه به څه هم وو، خو دې خبره نه پټوله.

مه به ورته تل حسیبو هم ویل، هغه له مستۍ ډکه وه، او واړه واړه شرارتونه به یې هم اکثره له خپلو همکارانو سره کول. چې انیسه راغله نو دا ډیره خوشحاله وه، چې اوس موږ څلور شو، او ووټ مو زیات شو، خو حسیبې موږ بیا درې شو..

حسیبه سږکال د نوي کال یا نوروز د پروګرام په جوړولو کې ډیره مصروفه وه، او ماته یې ویل، خواښې راله نوې جامې جوړې کړې دي، خو کاش کې چې تر نوروزه پورې راشي.(کاش کې چې) دا به د هغې جمله وه چې اکثره به یې په خبرو کې ویل.حسیبې ستا نورې هم ډیرې خبرې دي، چې ما او ملیحې ته به دې اکثر پټي وکړې، موږ ستا هغه خبرې کوو، خو کاش کې چې ته یې واورې.

د حسیبې به افغاني کالي ډیر خوښېدل، او زما هم. یوه لوپټه یې وه، چې سواتی کار پرې شوی وو، ما ورته وویل، که هر څه وي دا به ماته راکوې، او یا به یې نه اچوې ، دې ته زه زړه نه شم ټینګولی، دې په ځواب کې وویل، دا نه شي کیدای، دا ماته یو داسې کس راکړې، چې اوس په دې دنیا کې نشته، او زه یې لاجوابه کړم.

ستا هغه نظمونه اوس هم له ما سره دي، چې تا به ویل دا مې د یو چا په یاد کې لیکلي، هغه په خپل یو ډیر نزدې کس پسې ډیره خفه وه، او تل به یې په خپلو خبرو او شعرونو کې هم ذکر کولو ، او هم هغه پسې لاړه.

زه چې کله د اتوار په ورځ دفتر ته راغلم نو ستا تصویر یې لاندې ایښی ، چې څوک ستا په یاد کې څه ولیکي، ما چې به کله داسې د یو چا تصویر کتو نو هیڅ پرواه به مې نه کوله ، ما وې ځه یو څوک به وي نو ، چې ستا تصویر مې په هغه ځای کې وکتو، نو لکه ستا سترګو چې راته وویل، جینی اوس خو زما تصویر دی، اوس دې زړه څه وایي؟
XS
SM
MD
LG