د لاسرسي ځای


د حسیبې شهید د یو نظم عنوان هم دا وو، ((زه مهاجره مرغۍ)). د مشال همکار احمد شاه اعظمي خپل دا نظم هغې ته ډالۍ کړی.

يوه مهاجره مرغۍ

د ژوند له کېفه او سروره ډکه

داسي په خوند خوند يې الوت کاوه چې

ټوله سېلونه يې له ځان سره وړل

لاره يې خپله لټوله ځان ته

ژوند ته يې خپله تعبيرونه ټاکل

دا د هوا يوه مهاجره مرغۍ

که څه هم اړه شوه چې ځاله پريږدي

خو بيا هم وه له دومره ژونده ډکه

چې په هر کلي په هر کور کې به يې

يو نوې ساه او نوی ژوند راوستی

دا د هوا يوه مهاجره مرغۍ

که څه هم ډېره کړېدلې ځورېدلې وه خو

بيا به هم هر چا ته مسکی مسکی شوه

له خوشالۍ يې رپول وزرونه

له موسمونو بې پروا غوندي وه

دې په خزان کې هم سپرلي لټول

له حوصلې نه داسي ډکه وه چې

و مړاوي ژوند ته به يې ساه پوکله

خو بيا د ژوند يوه ورځ داسي راغله

چې د هوا دا مهاجره مرغۍ

د وخت ګردونو او توپان داسي په مخه کړله

چې تر آسمانه يې ها خوا تېره کړه

اوس يې همځولې ژړغونې دي ټول

ګلونه هم دي پسې مړاوي غوندي

د هوا هغه مهاجره مرغۍ

چې به يې نورو ته سپرلي راوړله

دا ده پخپله د خزان شوه لاړه

اوس چې همځولې يې په سېل راووځي

نو په يوه خوله ټول ګويان شي داسي

جانان مي ولاړی آسماني شو

آسمان چې مځکې ته راځي قيامت به شينه
XS
SM
MD
LG