د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې شهید په مړینه د افغان دولت خپګان


په مشال راډیو کې د حسیبې شهید ځای چې اوس تش پاتې دی
په مشال راډیو کې د حسیبې شهید ځای چې اوس تش پاتې دی


د ارواښادې حسيبه شهيد په مړينه د افغانستان د پوهنې وزارت مرستيال محمداصف ننګ د خواخوږۍ په خپل پيغام کې د هغې په ناڅاپي مړینه خپګان ښودلی.

محمداصف ننګ په خپل پیغام کې زیاته کړې چې حسیبه شهېد د ژورنالیزم، د بیان دازادۍ د تحقق او دعامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې او هم یې د خپلو خلکو د ستونزو د ریښتني انځور په منعکسولو کې په هېواد دننه او بهر نه هیریدونکي هلې ځلې ترسره کړي. د نوموړې مړېنه دبیان ازادۍ د تحقق، غوړیدلي ژورنالیزم د پرمختګ، دفرهنګي کهول، د ژورنالیزم دلارویانو او په ځانګړي ډول دخویندو لپاره نه جبرانیدونکې ضایعه او تشه ده.

”زه دنوموړې کورنۍ، دازادۍ راډیو کارکوونکو او فرهنګي کړیو سره په دغه ستر غم کې ځان شریک ګڼم ، د ستر څښتن تعالی (ج) له لوی درباره ارواښادې ته دفردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم. “
XS
SM
MD
LG