د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد بحالولو لپاره په تورخم تیاریانې شوېدي






فرهاد شینواری مشال راډيو

خیبر ایجنسۍ:-په داسې حال کې چې په شیکاګو کې د افغانستان د راتلونکی په باب د ناټو سرمشریزه روانه ده او پاکستان په ممکنه توګه د ناټو سپلايي د بیا خلاصولو خبرې کوي نو په دې لړ کې نه یوازې په کراچۍ ښار کې د ګاډو زرګونه ډرایوران د ناټو رسد وړلو په انتظار دی نو بل خوا ورته د تورخم په پوله هم تیاریانې نیول شوي دي، خو لا تر دې دمه په دې اړه کومه پریګړه نه د شوې.

په تورخم پوله د پاکستان د کسټم چارواکي وايي چې دوی ورته د مخکې نه غونډې کړی دی،او د ناټو سپلايي د ګاډو د ودرولو د ځایونو،او په کم نه کم وخت کې د دې ګاډو د کلیئرولو په اړه يي پلان تیار کړی دی.

دوی وايي چې په مختلفو ځایونو کې به ورته د کلیئرنس لپاره د کسټم سپایان ولاړ وي خو ځینې د ټرېفیک چارې به يي پولیټیکل چارواکی سنبالوی، د ناټو سپلايي د بیا خلاصولو په باب په تورخم پوله د کسټم اسسټنټ کلکټر عبیدالله مشال ریډیو ته وايي چې(( موږ ته د خپلو لوړ پوړو چارواکو له خوا وینا شوې ده چې تاسو خپل ځان تیار ساتی،او دې لپاره موږ د پولیټیکل چارواکو او کسټم کلیئرینګ ایجنټانو سره په تماس کې یو او د لارې د بیا پرانیستو پر مهال ورته تیار یو))

نوموړی وویل چې((په کراچې کې په زرګونه ګاډي راټول کړل شوي دي،او هڅه کوو چې په یو ځای په تورخم پوله واړوو،خو بیا هم که د ورځې پینځه سوه ګاډي ځی نو دلته به ورته کومه ستونځه نه جوړیږی))


په تورخم پوله د کسټم کلیئرنګ یو ایجنټ نیازالدین وايي چې(( د ناټو سپلايي د بندیدو له امله د ځايي خلکو په روزګار او کاروبار ډیر اثر شوی دی، او که خلاصه شی نو د سلګونه خلکو روزګار به ورسره روان شی))

خو بیا د افغان ټرانزټ ټرېډ مال وړونکی یو ډرایيور نیک محمد وايي(( موږد ناټو سپلايي په تړلو خوشاله یو، هغه ځکه چې په دې ګاډو بیا وسلوال بریدونه کوي او عامو خلکو ته ترې هم مرګ ژوبله اوړي،او د دې پرته هم زموږ ښه روزګار روان دې))

یاده دې وي چې تیر کال د نومبر په میاشت کې په مومندو ایجنسۍ کې د سله لا په پوسته د ناټو په برید کې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د هغې وروستو پاکستان په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو لپاره د رسد بیا پرانستلو په اړه کومه حتمی پریکړه نه ده شوې.....
XS
SM
MD
LG