د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې له تصویر سره خبرې


د مشال راډیو په مرکزي دفتر کې د حسیبه شهید د ناستې مېز
د مشال راډیو په مرکزي دفتر کې د حسیبه شهید د ناستې مېز
بوریوال کاکړ ، مشال راډیو

حسیبې ، ستا په حادثه او مړینه د لر او بر وطن خلک ، د مشال راډیو مسافر اورېدونکي او د نړۍ د ډېرو هیوادونو وګړي خبر او خفه دي.

له وطن څخه ستا د لیدو لپاره راغلې ستا ناخبره او سپین سرې مورکۍ هم اوس خبره ده او مني چې ته مړه یې .

ستا د ژوند سپېڅلی ملګری انجنیر هدایت الله هم اوس سړې ساګانې اخلي او هڅه کوي چې ذهن ستا د مرګ منلو ته تیار کړي.

ستا خویندو هم اوس له بې وسۍ دا پر زړه تېره کړېده چې بیا به ستا په لوړ ږغ خبرې او په کړس کړس خندا نه اوري.

ستا بچي ، سمون او شېبه خو به لا ماشومان وي ، نه به پوهیېږي ، ځکه به په کور کې د غم ځپلو له ژړاګانو سره یو ځل ژاړي او بیا به لوبې کوي.

ستا خپلوان او ټول همکاران ټول سره راغونډ دي ، په ګډه لاسونه پورته کړي او په یوه خوله ووایې چې حسیبې شهید له دې نړۍ د تل لپاره کوچ وکړ روح ته یې دعا وکړی.

زه هم له دوي سره ناست یم ، لاس پورته کړم تاته دعا وکړم ، او له لویه خدایه وغواړم چې مورکۍ ، خوېدندو ، بچیو او د ژوند ملګري له تا صبر ورکړي.

خو زه په خپله پر دې تراخه حقیقت باور کولو ته لا نه یم تیار شوی چې:

مرګی حق ، بېلتون ظالم
که راغی دواړه به ګالم


ما ستا د مورکۍ او خویندو ویرجنې ژراګاني ځوروي ، ما ستا د ماشومانو ببر سرونه او معصومې څهرې ځوروي ، ما ستا د خاوند مړاوې څهره او وچ شونډان ځوروي. او زه د همکارانو ناهیلو څهرو ته کتلای نه شم.

خو پر دې هر څه سربېره مي د ډاکټرانو دا خبره زړه نه مني چې ته مړه یې او موږ دي یوازې پرېښي یو.

ماته دا خبره دروغ ښکاري چې د مرګ کندې ته لوېدلي خلک بیا نه راسنتیږي.

دا هر څه زما په مخ کې وشو او روان دي خو بیا مي هم سهار دوفتر ته پښې نه راځي. له مجبورۍ په مات زړه را روان شم ، ځکه چې ژوند دی او اروپا ده ، کار خو کول غواړي.

د سهار اتمنیمې بجې وي. زه په دفتر کې پر خپل ځای ناست یم او فکر کوم چې اوس به د ً لفټً ږغ واورم چې په انګلیسي ژبه کې وايي ً دا لومړی پوړ ً دی.

له دې لږ څه وروسته به ته راښکاره شې او لومړی به پر ټولو همکارانو پر یوه ځای ږغ وکړې چې (سلام دي ورسیږي ټولو ته).

بیا به د تل په څېر ماته هم راشې ، لاس به راکړې او په هغه خپل خواږه او مینه ناک انداز کې به زما د حال تر پوښتلو وړاندې زما د ژوند د ملګرې تپوس وکړې.

خو داسې نه کیږي. دا څو ورځې وشوې چې زه راشم . ناست یم . نور ټول همکارن راشې خو یوازې ته رانه شې. ستا پر ځای اوس یوازې ستا تصویر لګېدلی دی. ستا یو داسې تصویر چې تا په کې خندلي دي. له دې عکس سره دي یوه شمع بلیږي. د ګلو ګېډۍ او د ګلاب مړاوې شوې پاڼې پرتې دي.

ما خپل ایمېل وکاتی . د کار اونیز مهال وېش راغلی وو . ټول مي ولوستی . ستا نوم لا په کې لیکلی وو . خو ستا د راتګ او کار هیڅ یادونه هم نه وه شوې.

ښکاري چې هم دا زما او د ټولو همکارانو لپاره لومړۍ رسمي خبرتیا وه چې نور به موږ تا په دوفتر کې نه ووینو او نه به دي هم اورېدونکي ږغ واوري.

زه په دوفتر کې د کار پر وخت ګرزم را کرزم خو هڅه کوم چې ستا عکس ته ونه ګورم . ستا له ځای سره نژدې تېر نه شم. او ستا پر ځای پرتو کاغذونو ته لاس ورنه وړم.

چې را څخه خفه نه شې ګوره. زړه مي غواړي چې هم دي ځای ته ورشم ، هم دي تصویر وګورم او هم دي پر ځای پراته کاغذونه واړوم او را واړوم . خو چې د داسې کولو هڅه کوم نو زړه مي په درزا شي او ګوتې مي رپیږي.

چې کله ورځ داسې راباندې تېره شي او له دفتر څخه د تللو وخت راشي او زه مي کمپیوټر بند ګړم او روان شم. نو که څه هم ستا تصویر بلکل ستا په شان راپسې ګوري خو هیڅ هم نه وايي.

خو د دې خاموش کتلو دا خبرې یې زه د زړه په غوږونو واورم چې راته وايي:

ً بوریواله ، زه هم د هغې حسیبې تصویر یم چې تل به یې هم هغه خبرې کولې چې ستا زړه به له بوري څخه په زرګونه میله لرې په اروپا کې د خپلې خور له خولې اورېدل غوښت ً .

حسیبه جاني ، له دې سره مي زړه راتنګ شي ، سترګې مي له اوښکو ډکي شي او تر روانېدو له مخه ستا روح ته د فردوس جنت په هیله دا کاکړۍ غاړه ووایم او روان شم.
ستا تصویر مي څه کاوی
نه یې خندل نه ږغېدی
XS
SM
MD
LG