د لاسرسي ځای

څو ټکي د حسیبې په لنډ خو ، خواږه یاد کې


حسیبه شهید او انیسه اجمل

حسیبه شهید او انیسه اجمل

انیسه اجمل

حسیبه مي په یاد ده ، اوس یې هم غږ زما په غوږ کې انګازې کوي . داسې راته یاد دي لکه اوس ، لکه نن ، باور مي نشي . زه وایم حسیبه مي په مخکې ناسته ده . یوه ورځ د مخه تر دې چې حسیبه د موتړ د اکسیډنټ په خونړۍ پیښه کې خپل هوش او حواس له لاسه ورکړي ډیرې خبرې مي ورسره کړې وې .

راته یاد دي ، زما په زړه دي ، هغې راته خندل راسره خبرې یې کولې . زه څنګه باور وکړم هغه له هیلو ډکه حسیبه چې په خوږ زړه یې نورو ته تسل ورکاوه څنګه مړه کیدای شي . زما په زړه دي ، زه د پروګرام کوربنه وم او هغې خبرونه لوستل . تقریبا ډیر وخت دواړه په سټوډیو کې وو.

لکه د تل په شان زما مسافرۍ ځپلي زړه په کور پسې ټوپونه وهل ، د مور خبرې او د وطن هوا مي په زړه وریدل . په دې کې حسیبه راغله او چې زما اوښکي یې وکتې نو سمدستي یې راته وویل :

((انیسې مه ژاړه ، کله چې انسان ژاړي نو تکلیفونه پرې راځي ، ماته وګوره ، زما زړه سوری دی ، خو له دې وجي نه ژاړم چې چرته تکلیف راباندې رانشي ، ځکه بچي مي دي.))

حسیبه داسې وه لکه په غمونو یې چې خندل . هغې د ژوند سره مینه لرله . رنګونه یې خوښ وو . بنګړي به یې رنګ رنګ وو او زما به ډیر خوښیدل .

هغه ورځ ، په یاد مي دي ، یوه ورځ له مخه تر دې چې د هغې خندا ، د هغې موسکا او د هغې غږ ټپ شي د هغې په لاس کې مې ښکلې بنګړې ولیدل ، سمدستي مې تری وغوښتل نو راته يی ویل چی دا به هم درکم او سبا به درله نور هم راوړم . زه سبا ته په انتظار وم . زما په ذهن کې د حسیبې ښکلې خندا او هغه بنګړې راتلل . ما وې رنګارنګ بنګړي به راکړي . زه راغلم د هغې پر میز بنګړې پاتی وو او ما په لاس کړل .

د ایکسیډنټ نه یو ورځ مخکی چې سټوډیو ته راغله نو ماته يې وویل چې افغان څانګې ته ډیره ګرانه يې ، خو دا نه چې زما ځاي واخلې ،

ما ورته وویل ،ځای خوبه دي اخلم ، خو په افغان څانګه کې نه ، په خپل دفتر کې ، نو راته يی ویل ، انیسه جانی زّما هرڅه تا نه قربان ، زما بنګړي ستا نه قربان ، بیا چې کار هم ختم شو نو حسیبې ویل ، انیسه راځه چی نن درباندې ډوډۍ وخورم.

مونږ ګیفی ټیریا ته لاړو،بهر ډیر ښه موسم وو.ما ورته وی حسیبه بهر کینو ،ډیر ښه لمر دی،نو راته يی ویل بهر څه کی،راځه زه درته یو ښه منظر ښایم.

مونږ چې کیناستو نو ویل يې انیسې دا وګوره منظر ، ما ورته ویل حسیبې دلته خاص څه دي ، نو راته يې ویل ، دلته هدیره ده ، ویني ، هدیره مي ډیره خوښیږی. د دفتر څنګ ته لویه هدیره یې خوښېده .

اوس ژاړم او همدا وایم حسیبې ماته څه پته وه چې ستا هدیره دومره خوښه وه . ستا خو هدیره خوښه وه . ته خو لاړې په خواږه خوب به پکې ویده شې . نو ځوانیمرګي ماته دې دا خواږه یادونه ولي پریښودل . ته خو ټوله مینه او ټوله هیله وې . اوس زه ستا د مور ژړا او ویر څنګه واورم .

تا خو مانه د خپل کور او وطن غم هیر کړ . تا داسې د غم څپه راوسته چې ما نه دي هوش یوړو . اوس به زه څنګه خپلې مور ته وایم چې داسی یوه ځواني خاوره شوه چې زما په زړه یې د ارمانونو اور بل کړی دی .

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG