د لاسرسي ځای

((پاکستان دي نوره دومخې پرېږدي ))


پاکستاانی جنرال کیاني ، امریکايي جنرالان جېمز مېټس او جنرال جان اېلن

پاکستاانی جنرال کیاني ، امریکايي جنرالان جېمز مېټس او جنرال جان اېلن



ژباړه: بوریوال کاکړ ، مشال راډیو


سرچینه: دي فرای ډې ټایمز

پراګ : د پاکستان د انګریزي ژبې اونیزې مجلې ً دي فرای ډې ټایمز ً د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو ، په افغانستان کې د امن او کرارۍ او په خپله د پاکستان د راتلونکي په اړه د لیکوال نجم سیټي یوه مقاله خپره کړېده.

لیکوال نجم سیټي د دې مقالې په پیل کې لیکي چې د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه پرېکړه کړېده چې په افغانستان کې د نېټو لپاره د لارې په پرانستلو او په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د نېټو په غونډه کې په ګډون کولو سره له امریکا سره بیا ملګرتیا پیل کړي.

په دې وروستیو کې په پاکستانیو مطبوعاتو کې بحث پر دې راڅرخېدی چې د نېټو لپاره لارې پرانستل به د پاکستان لپاره څه مالي ګټې ولري او بل دا چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دي ودرول شي.

خو لیکوال لیکي چې کله له ۲۰۰۱لومړي کال څخه بیا تر ۲۰۰۸م کال پورې پوځي اسټبلشمنټ د پروېز مشرف په مشرۍ کې پر پاکستان واکمن وو نو هغه وخت نه مطبوعاتو تو او نه هم ولس له امریکا سره د ملګرتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې او یا هم له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې د ولسمشر اصف علي زرداري د حمرانۍ په وخت کې.

نجم سیټي زیاتوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه که هغه وخت د منلو وړ وو نو ولې اوس نه دي د ومنلو وړ؟

لیکوال زیاتوي چې د امریکا د پخواني او ولسمشر جارج بش او اوسني ولسمشر باراک اوباما په دوره کې یو لوی بدلون دی.

لیکوال لیکي چې د بش په دوره کې امریکا ته د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ ښه ښکارېدی ، د امریکا پېسې او وسلې بې له کومه شرطه راتلې او د پاکستاني پوځ ستراتیژیکې اثاثې یانې ملاعمر او حقاني شبکه په جدي توګه نه وو کمزوري کړل شوي.

خو اوسني ولسمشر باراک اوباما د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په چټکۍ سره القاعده کمزورې کړېده . د افغانستان امنیتي ځواک یې بیا روغ کړی دی ، افغان ولسمشر حامد کرزي یې په اقتصادي او پوځي توګه قوي کړی دی او د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې له افغانستانه د نېټو ځواکونه باسي.

لیکوال نجم سیټي لیکي چې د امریکا د اوسني ولسمشر باراک اوباما حکومت د پاکستاني پوځ هغه په احتیاط جوړ کړل شوي پلانونه سره ګډوډوي چې افغانستان غواړي یو ځل بیا هغسې غواړي لکه څنګه چې له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱لومړي کال پورې د طالبانو په واک کې وو.

خو د لیکوال نجیم سیټي په لیکنه پاکستان بیا له بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا تر وتلو پورې د دې هیواد پلانونه بې اثره کړي او بیا د کابل د نیولو لپاره له طالبانو سره هم هغسې مرسته وکړي لکه څنګه چې یې د شوروي تر وتلو وروسته په ۱۹۸۹ کې له مجاهدینو سره کړې وه.

مقاله زیاتوي چې د پاکستان او امریکا تر منځ ستونزې له هغه وروسته زیاتې شوې چې کله امریکا د خپلو ګټو په خاطر د پاکستاني پوځ پلانونه چېلنج کړل.

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شو ، اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو ، د پاکستان پر جاسوسي اداره یانې آی ایس آی تور ولګول شو چې له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي ، د پاکستانیو جنرالانو په خبره د هغوي ښه ملګري جنرال مایک مولن وویل چې حقاني شبکه د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ایس آی ښې بازو دی او د سلله پر پوسته برید هم د داسې یو اړخیږو ګامونو یوه کړۍ وه.

د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ د خپلو پلانونو د مخنیوي له خطره په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره لاره وتړله او بیا یې د ښو ګامونو لپاره د افغانستان په اړه یرغماله تګلاره پر ولسي حکومت او امریکا ضد پاکستاني رسنیو ور پورې وهله.

لیکوال لیکي هغه څه چې پاکستان یې پر شا وتمباوی دا وو چې امریکا د بندیزونو په اړه په ښکاره توګه ګواښ ورته وکړ او بل په ناڅاپي توګه د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالې ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاس لیک شو.

لیکوال زیاتوي چې پاکستان له یو ستراتیژیک ملګري څخه تر هغه ژر په دښمن بدل شو د څه لپاره چې پاکستاني اسټبلشمنټ راکړه ورکړه کړېوه.

لیکوال نجم سیټي لیکي چې اوس هم وخته شته چې پاکستان خپله تګلاره بدله کړي. امریکا او نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اجازه ورنه کړي ، نو د دې لپاره چې پاکستان له ځانه یوه بله شمالي کوریا جوړه نه کړي ، په کار ده چې د یو پر امن او کرار افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي .

هم دا وخت دی چې پاکستان طالبان او حقاني شبکه پر دې مجبور کړي چې له افغان حکومت او امریکا سره خبرې اترې وکړي. که داسې ونه شو نو افغان او پاکستاني طالبان به یوه ګډه لاره خپله کړي په کوم کې چې به هغوي د کابل پر ځاب د اسلام اباد زیات مخالف شي.
XS
SM
MD
LG