د لاسرسي ځای

وضاحت: د مشال راډیو دوه خبریالان هره شپه دفتر ته راځي او د سهارنۍ خپرونې له پاره رپورټونه او خبرونه تیاروي. د هرې شنبې یا خالي په شپه به اکثر د عبدالحی کاکړ او حسیبې شهید دنده وه چې د بل سهار له پاره رپورټونه او خبرونه تیار کړي. د حسیبې تر مړینې وروسته چې عبدالحی کاکړ دفتر ته راغی او د شپې وظیفه یې تر سره کوله نو په همدې وخت کې یې دا کرښې هم ولیکلې.
----------------------------------

عبدالحی کاکړ، مشال راډیو

حسیبې، د شپې کار ته په راتګ کې زما او ستا تر منځ تل یو څو منټه فرق وو. زه لومړی راتلم، او ته به وروسته؛ خو د ژوند او مرګ په کار کې ته لومړۍ شوې، او زه وروسته!!

ستا د مړینې احساس مې د شعور په رګ رګ کې ساه اخیسته، نو ځکه د پخوا په څېر مې نن شپه له خپله ښي اړخه ستا د سلام د غږ (ږغ) تمه نه کوله.

مرګ ستا د روغبړ لاس لنډ کړ، نو ځکه خو مې ټوله شپه ستا دغه پښتني دود په اوښکو کې ګرځولی.

ما به کار کاوه، او تا به له راتګ سره سم، په آزادۍ راډیو کې له ملګرو سره سلام، دوعا وکړه او بیا به را ستنه شوې.

نن به ښايي هغه ملګري هم ستا د راتګ په تمه نه ول؛ خاطر هم د دې شېبې له پاره ویلي دي:

ستا د راتلو په انتظار کې خاطر
په سترګو ړوند شو، دېوالونه نیسي

نن شپه مې ستا د لاس چای هم و نه څښلې، ستا راکړی دغه عادت مې پخپله پوره کړ.

له تودو چایو را پورته کېدونکي بخار غم لړلي انځورونه جوړول.

نن مې د یوې لمحې له پاره ستا صحافیانه جامې واغوستې او د خپرونې د پیل جملې مې ستا په انداز کې ولیکلې. خو د ویلو پر وخت مې دې جملو ته ستا په شان د مسکا سپارلو هڅه کامیابه نه شوه!!!!

په سټوډیو کې هم ستا پر څوکې کښېناستم او هغه مایک مې خولې ته سم کړ، په هغه کې لا اوس هم ستا غږ او ساګانې ژوندۍ دي....

که مبالغه یې و نه ګڼې نو و به وایم چې ځان مې په ريښتیا هم ډېر کمزوری احساس کړ.

هسې مې مایک او کمپیوټر ته په کتو، کتو سوچ واهه چې په جاندار (ژوندي) او بې جانه کې فرق دا دی چې ژوندی (جانداره) بالاخره د مرګ (بې جانه) په ګور کې کور جوړوي.

کېدای شي ژوند او مرګ د یوه حالت دوه بېلا بېل کیفیتونه وي. تاسې له یوه کیفیته بل کیفیت ته کډه وکړه!!!

په سټوډیو کې هسې دا خیال هم راغی چې کاش یو داسې ما بعد الطبیعیاتي آله وای چې خپله بې وسي، احساس او زړغونې لهجه مې درته ایس ایم ایس کړې وای!!

په سلام پښتونخوا (د مشال راډیو خپرونه) کې ستا د مینه والو خبرو زما په لهجه کې منجمدې اوښکې په ریښتیا هم وژړولې.....


-----------------------------
د سهار اته نیمې بجې
------------------------------
حسیبې!

د خالي د ورځې ټول ملګري را رسېدلي، خو ستا د کار ځای خالي دی.

ستا تصویر، د ګلونو ګېډۍ او رژېدلې پاڼې پرتې دي!!

بښنه غواړم، شاعر نه یم ګني له دې علامتي شیانو د احساساتو په قلم جمالیاتي انځور ګري کېدای شي خو صلاحیت (وړتیا) یې نه لرم.

که هسې برعکس رول بدل وای او هم دا علامتي څیزونه زما پر مېز پراته وای، نو کېدای شي ستا شاعرانه روح دې حالت ته د قوس قزح (د بوډۍ ټال) رنګ ور بښلای وای.

حسیبې، نور نو نایټ شفټ پر ختمېدو دی.....

وروستي ماډرېشن (د خپرونې وړاندې کولو) ته ځم.

خو ته اوس هم په فطرت کې ژوندۍ یې!!

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG