د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ځانمرګی برید، د وژل شویو شمېر ۱۳ شو


نن ماسپښين د خوست د تريزيو ولسوالۍ په بازار کې يو ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د تريزيو ولسوال امير بادشاه دوران د پيښې د تاييد ترڅنګ زيا توي، چې په پيښه کې درې افغان پوليس او د پيښې ځاى ته نږدې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ عام خلک ټپيان شوي دي.

د سيمې خلک وايي، چې دا په موټر سايکل ځانمرګى بريد وو، چې د پوليسو د پوستې په دروازه کې وشو.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد پړه پر غاړه اخيستي او وايې، چې ١٢ افغان او بهرني عسکر يې وژلي او له دې زيات يې ټپيان کړيدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG