د لاسرسي ځای


خدای نور ناصر، مشال راډیو

د مشال راډيو په مرکزي دفتر پراګ کې مې بېل بېل همکاران پر خپلو څوکیو ناست په عکسونو کې لیدلي دي.

د حسیبه جانې نور عکسونه مې لیدلي، خو دغه عکس مې يې ونه لید.

نن چې د دې څوکۍ وینم، نو يواځې ګلونو پر ښکاري چې همکارانو د دې تر مړيني وروسته د دې پر ځای ايښي دي.

نن دې ګلونو هغه ځای نیولی دی چې پر خنده رویه، هر وخت خوشاله، زړوره، پښتنه حسیبه شهید ناسته وه.

زړه مې لا هم نه مني چې له هغې شمېرې به را ته زنګ ووهل شي چې حسیبې شهید کارول.

دا مې هم زړه ته لوېږي چې د حسیبې له برېښلیکه (اي مېله) به را ته نور لیک رانشي..... زړه مې دې ته هم تیار نه دی چې نور به د هغې غږ (ږغ) وا نه ورم چې په سلام پښتونخوا کې به مې د هر خالي پر ورځ اورېده، او هم به مې ورسره د سیمې تازه حالات او پېښې شریکولې.

خو زموږ ایمان دی چې مرګ حق دی. او ټول به مرو. د لږ ساعت له پاره مې دا زړه ته ولوېږي چې حسیبه نوره په دې نړۍ کې نشته.


(د حسیبه شهید په غږ کې به نور هیڅ وا نه ورې!
حسیبه نشته.
غږ یې نشته....
راپور یې نشته....) یواځې همدا مې په زړه کې بیا، بیا تکرارېږي.

زه اوس نشته یم جانانه، لټوه مې، لټوه مې!!

دا هغه څوکۍ ده چې حسیبه به پر کښېناسته. اوس هلته ګلان پراته دي چې خدای نور ناصر یې دې لیکنې ته وهڅاوه.

دا هغه څوکۍ ده چې حسیبه به پر کښېناسته. اوس هلته ګلان پراته دي چې خدای نور ناصر یې دې لیکنې ته وهڅاوه.

د مې اتمه نېټه وه. د نورو ورځو په څېر مې راډیو ته غوږ نیولی وو. حسیبه جانه په خبرونو کې وه، او خبرونه یې ویل. څنګه یې چې خبرونه ختم کړل، نو ما له ځان سره سوچ وکړ چې دا خپلې څوکۍ ته ورسېږي نو بیا به زنګ ورته ووهم.

همداسې مې وکړل!!

څنګه چې یې فون پورته کړ، ویل یې: ((خدای نور یې؟))

ما ویل، هو.

وايي: ((ته بند کړه، زه درته زنګ وهم.))

(دا ځکه چې زما ډېری همکارانو ته چې موږ له وطنه فون وکړو نو هغوی وايي پر تاسې خرڅ راځي نو فون بند کړئ، موږ یې درته کوو.)

خو ما د دې خبره و نه منله، ما ویل زما در سره کار وو، او باید خرڅ پر ما راشي.

خبرې مو پیل کړې.

وايي: امر کوئ.

ما ویل، امر خو هیڅ نشته. بس هسې مې یادېدې. او ډېر وخت مې در سره خبرې هم نه وې شوې. نو ځکه مې درته زنګ وواهه.

(په وهم و ګومان کې مې هم نه وو چې زما به له حسیبه جانې سره همدا وروستۍ خبرې وي.)

په هر حال، څو دقیقې مو سره خبرې وکړې.

په پای کې را ته وايي: ((زه یوه ادبي خپرونه له سره پیلوم. او د دې له پاره به تاسو را ته له کوټې رپورټونه او هم ادبي خبرونه را استوئ.))

دې وویل: (( په کراچۍ کې ظفر کریمي ته هم فون کوم چې هغه هم له کراچۍ را ته ادبي رپورټونه را واستوي. او داسې به په پېښور کې هم یوه همکار ته ووایم.))

ما ورته په ځواب کې وویل: ((په سر سترګو، ولې نه. هرو مرو به یې در ولېږدوم.))

خدای په اماني مو سره وکړه، او همدا زموږ وروستۍ مخه ښه وه......

نه یواځې پر دې ورځ، بلکې هره ورځ به د دې له شمېرې چې ټیلي فون راغی نو نه یوازې به یې په ما ټوکې کولې، بلکې په سټوډیو کې به یې چې په هر کس ټوکه کړې وه، هم هغه به یې هم ما ته وکړه.

لنډه دا چې زه زرګونه کیلومیټره لرې هم د دې له ټوکو خلاص نه وم، نو هغه همکاران چې په سټوډیو کې ورته نېږدې ول، په هغوی به یې څومره ټوکې کړې وي!!

همداسې شا و خوا اته میاشتې مخکې یې یوه ورځ راته ټیلي فون وکړ.

نا ببره راته وايي: ((خدای نور ناصر، تاسې ته په خپرونه کې ښه راغلاست وايو. داسې رپورټونه دي چې په کوټه کې چاودنه شوې ده. که زموږ اورېدنکو ته د دې چاودنې په اړه مالومات ورکړئ!))

ما ورته وخندل او پوه شوم چې ټوکې را باندې کوي. په ټوکو مې ورته وویل، هغه چاودنه خو ما وکړه.

حسیبې په جدي ډول راته وویل: ((خدای نور ناصر ستاسې غږ زموږ ټول اورېدونکي په ژوندۍ بڼه اوري. تاسې په مستقیمه توګه راسره یاست. مهرباني وکړئ او د دې چاودنې په اړه مالومات راکړئ.))

دا ځل یې چې خبره وکړه نو بالکل مې سر خلاص شو چې په ریښتیا یې نېغ په نېغه اخیستی یم. له ډېرې وار خطایۍ مې ژر ټیلي فون بند کړ. او له ځانه سره مې ویل، دا څه کیسه ده؟ نه هم را ته پروډیوسر ویلي، او نه هم ما ورته د چاودنې حال ورکړی دی، نو څنګه یې سمدستي مستقیم د ټیلي فون پر لیکه کړم؟

په بیړه مې خپل دواړه موبایلونه ولیدل، ما ویل، ګوره که کوم ملګري را ته د چاودنې په اړه څه پیغام را استولی وي. دوو نېږدې خبریالو ملګرو ته مې دستي ټیلي فون وکړ. ما ویل چاودنه چېرې شوې؟

دواړو را ته وویل، هیڅ چاودنه نه ده شوې. تر دې وروسته مې سر خلاص شو چې حسیبه جانې را باندې ملنډې وهلې دي!!

چې له دې خوا مې ورته ټیلي فون وکړ نو خندل یې، وايي: ((څه وشو؟)) ما ویل، ټول ژوند چا داسې نه یم وار خطا کړی لکه تاسو چې نن وکړم.

حسیبه جانه راته خاندي، او زیاته یې کړه: ((نن مې خپل کار وختي خلاص کړی دی، او همداسې پر ټولو همکارانو ټوکې کوم.))

له دې سره چې حسیبه جانه یوه تکړه خبریاله، ویانده او درنه پښتنه وه، پښتنه شاعره هم وه.

د راډیو ټول همکاران پر ما ګران دي. او هر یو یې زما په زړه کې خپل، خپل ځای لري. خو کله چې حسیبه شهید مشال راډیو ته راغله، نو په هم هغو ورځو کې خبر شوم چې دې درنې پښتنې په ژوند کې ډېر کړاوونه ګاللي.

یوه ملګري راته وویل چې د حسیبې خپل خاوند شفیق کالونه مخکې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی وو.

مانا دا چې پر نورو مشکلاتو سر بېره، حسیبې د خپل کونډیتوب خوارۍ هم په ژوند کې لیدلې دي.

او تر دې وروسته وروسته مې چې هر وخت د دې دا نظم لوست نو بې واره به مې له سترګو اوښکې را توی شوې او نن دا اوښکې ځکه نورې هم زیاتې شوې دي چې حسیبه جانه ځواني مرګه شوه!!

دا ځواني مرګه شهیده په دې نظم کې کاږي:

((هدیره ده که ځولۍ ده د ګلابو
ها نازک زړګی زما هم په کې پروت دی
چې به زر ځلې ترې ځار او صدقه شوم
هغه ځوان انګشت نما هم په کې پروت دی)))

دا چې خبریالي هسې هم یو سخت کار دی او بیا په اوسني وخت کې چې زموږ په وطن کې لا هم اور بل دی، له ما سره به اکثر د هغو همکارانو فکر وو چې په وطن کې دي، پر فیلډ دي. ما ویل خدای مه کړه، څه پر و نه شي. خو حسیبه چې د وطن له دې اوره ډېره لرې وه، هلته نه هم د ځانمرګو بریدونو خطره وه، نه هم د کومې وسله والې ډلې، او نه هم د کومې استخباراتي شبکې؛ حسیبه شهید په یوه داسې وطن کې داسې تورې بلا را څخه یوړه چې نه یواځې یې خپله کورنۍ غمجنه کړه، بلکې د مشال او ازادۍ راډیو له همکارانو سره، سره یې په لکونو اورېدونکي هم پر خپله ځوانیمرګۍ وژړول.

څومره مې ډالۍ کړې هنرمله ورته مړې اوښکې
بیا هم د دنیا له هر تصویره مرګي و ایستم!!!
XS
SM
MD
LG