شاهین بونیری، مشال راډیو
پراګ - د بشري مرستو د خبرونو ادارې (آی آر آی این) د یو راپور ترمخه په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله د ماشومانو د روغتیا ستونزې پیدا شوې دي.
ادارې د کارپوهانو له خولې لیکلي دي چې په دې سیمه کې د شري د رنځ له خپرېدو سره ۱۲ ماشومانو ژوند بایللې دی.
په میرامشا کې د روغتون مشر محمد علي شاه ویلي د ګرځبندیز، د تړلو لارو، او د بریښنا د نیشتوالي له کبله دوی ته ورکړل شوي ویکسین بې کاره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، روغتون ته هره ورځ د شري په رنځ اخته له پینځو تر ۱۰ پورې ماشومان ور وړل کېږي.
((پخوا به چېرې په کال کې یو ماشوم دوه د شري له لاسه مړ شو. خو اوس په سیمه کې د جګړې له کبله غرييزو سیمو ته ویکسین نه رسېږي چې له کبله د ځپل شوی ماشومانو شمېره په ډېرېدو ده.))
ادارې په خپل راپور کې لیکلي چې په قبایلي سیمو کې د روغتیا اسانتیاوې د نشت برابر دي او د سرکاري شمېرو ترمخې، د ۶۹۹۳ قبایلیانو له پاره یواځې یو ډاکټر موجود دی.
د پاکستان په نورو برخو کې د ۱۲۲۵ کسانو په سر یو ډاکټر دی.
د شمالي وزیرستان یو ۵۵ کالن اوسېدونکي رحیم خان ادارې ته ویلي دي چې د پوځي عملیاتو له کبله ماشومانو ته د ویکسین ورکولو عمل وخت په وخت په ځای ودرېږي او د سړکونو د خرابوالي له کبله ماشومان کوم روغتیايي مرکز ته وړل ډېر ګران شي.
د اغا خان یونیورسټۍ د روغتون یو ډاکټرې انیتا زیدي د بشري مرستو د خبر ادارې ته ویلي چې د دغه رنګ رنځونو مخ نیوی کېدای شي خو که ماشومانو ته د پولیو په ګډون د ټولو رنځونو پر ضد ویکسین ورکړل شي.
له میرامشا سره تعلق لرونکي یو ډاکټر عظمت صدیق ویلي ډېرو مرستو ته اړتیا لري خو په سیمه کې د موجوده خراب صورتحال له کبله هغه فکر نه کوي چې کومې مرستې به ورته ور ورسېږي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) له وینا سره سم، شرې یو داسې رنځ دی چې له یو کسه بل ته خپرېږي، او دا له یوه وایرسه پیدا کېږي.
د نړۍ هغه هیوادونه چې کمزوری اقتصاد لري او د روغتیا اسانتیاوي په کې لږي وي، هلته شري په رنځ په اخته له ۱۰۰ کسانو ۹۵ مري.