د لاسرسي ځای

د بلوچستان په تربت کې د خبریال مړی موندل شوی


د عبدالرزاق ګل انځور

د عبدالرزاق ګل انځور


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د پاکستان د بلوچستان، د تربت سیمې د پولیسو په وینا، ددې ښار په زاړه روغتون نومې سیمه کې يې د خبریال عبدالرزاق ګل مړی موندلی.

دوی وايي، نامالومه وسله والو ګل تېره شپه هغه مهال تښتولی وو. چې له دفتر څخه د خپل کور پر خوا رهي وو.

۳۵ کالن عبدالرزاق ګل د پاکستان له يوه اردو ژبې شخصي ټيلویزیون سره کار کاوو.

دده په وژنه د یاد ټيلویزیون د بلوچستان مشر رضاء الرحمان مشال راډيو ته وویل:

(( عبدالرزاق ګل له ۲۰۰۲ عیسوي کال راهیسي له ایکسپریس سره کار کاوو. او يو تکړه او ایمانداره خبریال وو. دده په وژنه زه دا وخت يواځې خواښني څرګندولی شم. ځکه چې ګل نه يواځې زما سره همکار وو، بلکې زما د يوه ملګري یا ورور په هیث وو. او هم يو ښه دوست او ښه ورور نن له موږ څخه جلا شو.))

د عبدلرزاق ګل په وژنه د تربت په شمول په ځينو نورو سیمو کې بازارونه او مارکېتونه د احتجاج په توګه تړل شوي.

هلته د بلوچستان د خبریالانو د اتحاديې وینا ده چې د عبدالرزاق ګل وژنه په ازادو رسنیو برید دی.

د بلوچستان يونین اف جرنلسټس مشر عیسی ترین په دې اړه وویل:

(( خبره داسې ده. چې عبدالرزاق ګل لومړنی خبریال نه دی، چې په بلوچستان کې وژل کېږي. بلکې تردې له مخه هم شاوخوا ۱۶ خبریالان ددې صوبې په بیلابیلو سیمو کې وژل شويدي. موږ نه يواځې د بلوچستان له حکومت څخه، بلکې له مرکزي حکومت او هم دا راز د خبریالانو له نړیوالو اتحاديو څخه خواست کوو چې په بلوچستان کې د وژل شویو خبریالانو د وژنو پلټنې دي وشي. او له دې دا هم باید زه ووایم. چې ګوره په دې صوبه کې تر څو پوري د خبریالانو همداسې وژنې روانې وي.))

د خبریال عبدالرزاق ګل د جنازې مراسم په تربت ښار کې د خالي په ورځ غرمه مهال ترسره شوو. او تر هغه وروسته دده مړی په هم یاد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG