د لاسرسي ځای

تازه خبر

اولاند له اوباما سره لیدلي دي


د فرانس ولسمشر ″فرانسوا اولاند″ د جمعې په ورځ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل او یو ځل بیا یې دا خبره په ډاګه کړه؛ چې فرانسوي عسکر به د روان کال په پای کې له افغانستان څخه ووځي.

د فرانس ولسمشر دغه راز وویل، له افغانستان سره به له نورو لارو خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا کار به له خپلو ملګرو سره د مشورو پر اساس تر سره کېږي.

په دې کتنې کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، ((مهمه ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنو ته دوام ورکړو او د پراختیا پرلار باید پر مخ ولاړ شو.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG