د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی امریکا ته رسېدلی دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شيکاګو سر مشريزي کې ګډون لپاره امريکا ته رسيدلي دی.

ښاغلي کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د یکشنبې يا اتوار په ورځ د شیکاګو د سرمشریزې په موقع ليده کاته کوي.

له دي وړاندی دواړو مشرانو د رواني مياشتي په لومړيو کې هغه وخت سره ليدلي وو کله چې د امريکا ولسمشر اوباما د افغانستان ناڅاپه سفر ترسره کړی وو. په دي سفر کې دواړو مشرانو د افغانستان او امریکا تر منځ له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته چې بهرني عسکر له افغانستان وځې له دې هېواد سره د امريکا د لس کلونو مرستو په اړه یو تړون لاسلیک کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG