د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شیکاګو کې د ناټو غونډه


د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو مشریزه سبا له پيليږي چې له افغانستان سره د مرستو په دوام بحث وکړي.

په دې کنفرانس کې د شاوخوا شپیتو هیوادونو مشران او استازي ګډون کوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا په دوام به خبرې او ژمنې وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی یان کوبیش وایي، د شیکاګو په کنفرانس کي باید د افغانستان د ثبات لپاره ژمنې وشي ترڅو دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل نشي.
د شيکاګو سر مشريزي کې به د افغانستان نه د بهرني ځواکونو د ويستوخبره مرکزی ټکی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG