د لاسرسي ځای

تازه خبر

بندو لارو ټرانسپورټرانو ته د کروړونو تاوان ورکړی



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
نېټو ته د تیل وړونکو ګاړو مالکان وایي نیټو ته د لارې د بندیدو له وجې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې دوي ته د کروړونو روپو زیان اوښتی دی .

د کراچۍ ښار شیرین جناح ټرمینل او ددې سره جوخت د سمندر په غاړه په زرګونو هغه تېل وړونکي ټینکرې د تېرو شپږو میاشتو راهسې ولاړې دي ،کومو به چې افغانستان کې میشت نېټو او ایساف ځواکونو ته تیل وړل.

د ولاړو ټېنکرو مالکان وایي تېرو شپږو میاشتو کې ددوي ګاړي په ولاړه ولاړه زنګ شوي ،ټایرونه یې پړسیدلي او ددې ترڅنګ د ګاړو انجنونو کې هم د اوږدې مودې پورې د ودریدو له امله خرابۍ راغلي دي . او همدا وجه ده چې دوي یې د سخت مالي بحران سره مخ شوي دي .

حاجي نیاز محمد اپریدی دوه ټېنکرې لري ،کومې چې د تېرو څه د پاسه شپږو میاشتو راهیسې د سمندر په غاړه په تېر شوي سړک ولاړې دي:

((ډېر نقصان د ی،ګاړي مو د سمندر په غاړه ولاړ دي . زنګ شول . ددې نه غټ تاوان دادی چې ګاړي ولاړ دي که روان شي نو ژوند به روان شي . د ودریدو له وجې ټایرونه ،ریمان او انجنو کې خرابیانې راغلي دي ،زما پخپله د ۱۵ لکو پورې نقصان وشو.))

حاجي نیازمحمد افریدی زیاتوي دا هغه زیان دی چې ګاړو ته د ودریدو له کبله اوښتی دی . د هغه په خبره که دا ګاړي چلیدل نو نه یوازې په دومره اندازه د زیان څخه به بچ پاتی شوی وی ،بلکې د لسو نه تر دولسو لکو روپو پورې ګټه به هم هر ګاړي کړی وی .

د خېبر ایجنسۍ استوګن حاجي اکرم هم دوه ګاړي لري . هغه وایي هر ګاړي کې ۱۴ جوړې ټایرونه لګیدلي وي . د ټایرونو د یوې جوړې نرخ ۶۰ زره روپۍ دی . د هغه په وینا د شاوخوا ۵ زرو ولاړوټولو ګاړو ټایرونه د ودریدو له امله د کاره وتلي دي .

ټرانسپورټرانو ته د اوښتي زیان په اړه نوموړی څه داسې وايي:

((قسطونه شاټ شوي دي ، د ډریور او کلینډر تنخواګانې هم په مالکانو اوښتې دي ،دا ټول تاوان چې راواخلې نو ۱۰ نه ۱۵ لکو پورې تاوان د هر ګاړي والا شوی دی . دا دومره میاشت مونږ ټول په دې امید ولاړ و چې نن به نیټو کولاویږي او سبا به کولاویږي په دې کې دومره موده تېره شوه.))

هغه زیاتوي نېټو ته د لارې د ناڅاپي بندیز له وجې په سلګونو ډګ ګاړي د لارې بېرته کراچۍ ته ستانه شوي و ،چې یو پکې د هغه ګاړی هم و ،دهغه په وینا د ستنو شویو ګاړو مالکانو ته اضافي زیان اوښتی دی .


((ځنیې ګاړي هغه وخت ان د بارډر نه واپس کراچۍ ته راغلي و، هغه ګاړي بیا تر یو وخته دلته ډک ولاړ و،بیا یې خالي کړل،هغوي ته هم څه قسم معاوضه ور نه کړل شوه اوس هر سړي په ځان ۶۰ ،۷۰ لکه روپۍ قرضه په ځان اړولې ده ، او دا تاوان د نیټو د سپلایې نه بغیر نه پوره کېږي.))
حاجي اکرم زیاتوي، افغان ټرانزیټ او یا هم پاکستان کې دننه د بارونو په وړولو دوي ته اوښتې زیان نه پوره کیږي ځکه چې په دې برخو کې کرایانې کمی دي او خرچی زیاتی دی . د هغه په وینا ټولو ټرانسپورټرانو خپلو ولاړو ګاړو له رنګ روغن شورو کړی دی او اوس دې ته منتظر دي چې د تلو لپاره ورته وویل شي .
XS
SM
MD
LG