د لاسرسي ځای



ژباړه:- احمد شاه اعظمي - مشال راډيو

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، د پاکستان لخوا له ناټو سره په خبرو اترو کې برخه اخستونکو استازو وړانديز کړی چې د ناټو د هر ټېنکر پر سر دي دوی ته ۵۰۰۰ ډالره ټېکس ورکړل شي. ورځپاڼه د پاکستان او امريکا د چارواکو له خولې ليکي، د پيسو لانجه د دواړو خواوو تر منځ يو خنډ ګرځېدلی چې وروسته به شپږ مياشتې پس د ناټو ټېنکرونه د پاکستان له لارې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره د ضرورت سامان رسول پېل کړي.

چارواکو د نهي په ورځ ويلي ول چې د لارو پرانستلو پرېکړه حتمي شوې ده خو پر نورو تفصيلاتو خبرې اترې روانې دي.

يو پاکستانی چارواکي وايي، هر څه تيار دي خو اوس موږ پر د پيسو پر سر خبرې کوو. بلخوا بيا يو امريکايي چارواکی وايي چې امريکا پر هيڅ قيمت اتفاق نه دی کړی.

د دواړو غاړو چارواکو ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې تر بندو دروازو شاته په خبرو اترو کې پاکستان دا وړانديز وکړی چې د هر ټېنکر پر سر دومره زيات ټېکس ځکه اخلي چې د زيانمن شوو لارو، د درنو ګاډو له کبله د سړکونو ماتېدلو، امنيتي چارو او د نوو ټېکسونو سر پوره کړي. پاکستاني چارواکو دا هم ويلي چې دوی دا خبره هم په پام کي نيولې ده چې که چيرې ناټو د منځنۍ آسيا لاره د متبادل په توګه وکاروي نو تر دې دوه چنده خرڅ پر راځي. خو امريکايي چارواکي بيا وايي چې دوی پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جنګ په لړ کې د تيرې لسيزې پر مهال په ارباوو ډالر ورکړي دي او که دغه نوي انتظامات تر سره شول نو کېدای شي چې هغه پيسې نوري بندي کړل شي.

ورځپاڼه ليکي، پاکستان وايي چې د تيرو عملياتو پر سر يې اوس هم پر امريکا ۳ اربه ډالره پاتې دي خو امريکا بيا دا پيسې ۱.۳ اربه ډالره ښيي.

پاکستان په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر مخ د رسد لاره هغه وخت وتړل کله چې له افغان پولې سره نږدې د تېر کال نومبر په مياشت کې د امريکايي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې د پاکستان ۲۴ پوځيان ووژل شول. پر دغه پېښه امريکا خواشيني څرګنده خو پاکستان ورڅخه وغوښتل چې په رسمي توګه دي بخښنه وغواړي.
XS
SM
MD
LG