د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزګان: د توتانو له خوړلو اووه ماشومان ووژل شول



سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار:- د افغانستان په روزګان ولايت کې د توتانو له خورکه اووه ماشومان مړه شوي او په لسګونه کسان ناروغه شوي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې د مړو شويو او ناروغه شويو کسانو زياته برخه ماشومان دي.

د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو ورځو را په دې خوا د دغې ولسوالۍ لسګونه ماشومان د توتانو له خوړلو ناروغه شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي تر دې مخکې يې داسې ناروغي نه وه ليدلې چې د توتانو له خوړولو دې ناروغه شوي وي.
د دوی په خبره کېدای شي سږ کال چارواکيو د کوکنارو د بوټو د له مېنځه وړلو په موخه له هوا څخه پر کروندو ځينې درمل پاشلي وي چې هغه به د توتانو په ونو هم لګېدلي وي.
د سيمې يو تن اوسېدونکی حاجی نصر الله وايي چې په لومړي سر کې دوی نه پوهېدل چې ماشومان يې د توتانو د خوراک له امله ناروغه کېږي خو اوس پوهېدلي دي.
دی وايي تر اوسه پورې يې د اوو تنو د مړه کېدو اورېدلي دي.
(( په دهراود ولسوالۍ کې دا يوه هفته کېږي چې خلک د توتانو د خوړلو له امله ناروغه کېږي. اوس خلک پوهېدلي دي چې د توتانو په ونو دوا پاشل شوې ده . تر اوسه پورې اوو تنه مړه شوي دي ))
د روزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخوندزاده هم مني چې د هراود ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي د توتانو د خوړلو له امله ناروغه شوي دي.
دی زياتوي چې تر اوسه پورې يې د پېنځلسو تنو په شا و خوا کې ناروغان په خپله ليدلي خو وايي د ناروغانو شمېره ډېره زياته ده.
ابراهيم اخوندزاده وايي تر اوسه پورې دولتي چارواکي د ناروغه شويو ماشومانو په درملنه کې پاتې راغلي او کېدای زيات کسان د درملو د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکړي.
(( خلک وايي چې په تاريآکو چې کومه دوا پاشل شوې ده هغه په توتانو هم لګېدلې ده. پېنځلس شپاړس تنه ما په خپله وليدل خو نور هم ډير ناروغان دي. تر اوسه پوري د مريضانو د درملنې د پاره هيڅ درمل نشته ))
د روزګان د عامې روغتيآ رييس ډاکټر خان اغا ميآخېل بيآ وايي چې د خپرې شوې ناروغي د مخنيوي او د ناروغو شويو کسانو د درملنې په موخه يې سيمې ته ډاکټران لېږلي خو وايي تر اوسه پورې له هغې خوا ورته چندان مالومات نه دي ورکول شوي.

دی وايي که څه هم خلک وايي چې ناروغي د توتانو د خوړلو له امله خپره شوې ده خو وايي زما زړه ته نه لوېږي.
(( ما هم دغسې ا‌طلاع حاصله کړې ده. خلک هم وايي چې د توتانو د خوړلو له امله ځينې کسان ناروغه شوي دی. خو زه متيقين نه يم. موږ اوس سيمې ته ډاکټران لېږلي دي هغوی به سم مالومات وکړي ))
تېر کال په روزګان، زابل او د کندهار په ځينو سيمو کې د سېلابونو تر راتګ وروسته ورته ناروغي خپره شوې وه چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
XS
SM
MD
LG