د لاسرسي ځای

عبدالحی کاکړ، مشال راډيو

پراګ - حسیبه شهيد شاوخوا اته ويشت کاله وړاندې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې زيږېدلې وه خو د افغانستان ناکراريو او ناخواليو دومره وکړوله چې کله يې خپل ژوند په يو نظم کې انځور کړی نو عنوان يې ورته زه مهاجره مرغۍ کيښود. د مهاجرت زياتره ژوند يې په پيښور کې تير کړی. په ۱۶ کلنۍ کې يې په پيښور کې د بې بې سي په ډرامو کې کار پيل کړی. بيا کابل ته لاړه او په دوه زره دريم کي يې په آزادۍ راډیو کې د يوې خبريالي په توګه کار شروع کړی .
په دوه زره لسم کال کې چې کله مشال راډيو جوړه شوه نو دا پراګ ته راغله . حسيبې شهيد اوه کاله د مشال راډیو د مشر محمد امين مدقق تر مديريت لاندې کارکړی. نوموړی وايې د حسيبه شهيد د خبريالې په توګه ځانګړاتيا ددې زړورتيا او ننګوننکي کارونه قبلول وو....

((حسیبه په دې وجه د څارنوالی تر پلټنو لاندې وه چې هغې د ښځو پر خرڅلاو باندې یو راپور جوړ کړی وو او د هغه رپوټ پر سر قاچاقبرانو یوه غوغا جوړه کړې وه ، هغې هیڅکله داسې نه ویل چې دا رپوټ خطرناکه دی او دا به ماته بد عواقب ولري. بلکې هغې همداسې خوښول چې داسې یو چېلنجداره راپوټ جوړ کړي چې په ټولنه کې یو فوري اثر وغورځوي. زما یادېږي چې کله زموږ ډایرېکټر د میاشتې د ښه رپوټونو پر سر جایزه اعلان کړه نو حسیبه شهید درې میاشتې پرله پسې داسې پېکېجونه جوړل کړل چې هغې جایزه واخیستله))

حسيبې شهيد که يو خواته ورځنۍ پيښي د خبريالۍ په لمن کې رانغښتې نو بلخوا يې خپل شخصی احساسات ، تجربې او مشاهدې د جمالياتو په لفظي تارونو داسي پيلې چې د شعر ویونکي داخلي کيفيت به يې د ځان هم غږی کړی . د شعر د لوست او ليکلو ذوق يې په خټه کې اغشل شوی وو . پلار داود شهيد يې يو ښه شاعر دی او نيا مستور شال يې د ننګرهار په وتلو شاعرانو کې شميرل کيده. حسيبې شهيد په دوه زره شپږم کال کې خپل خاوند شفيق او يوه خور په ټرافبکي حادثه کې له لاسه ورکړل. دغي حادثې په حسيبې شهيد دومره ژور اغيز کړی وو چې درد يې د شعر په هره مصرعه کي احساسيږي.

ددې شاعري د مرحوم خاوند شفیق، زوی سمون او ددې د ذات په مثلث کې راګيره ده. اجمل آند د پښتو وتلۍ شاعر دی او د حسيبې شهيد له شاعري سره ډير آشنا دی. .. دی وايي،

(( د پښتو ښځینه شاعرانې چې عموما شعر لیکي د سړیو له لیدلوري اکثره شعر وايي، او ددې شعر په جوته مالومېده چې دا د یوې ښځې او خصوصا د حسیبې شهید شعر دی. د حسیبې ژوند چې له درد او کړاو نه ډک وو، ددې په شاعری کې دغه کړمې او ستونزې تر ډېره جوته وې. په شاعر کې یې ښه ژبه لرله، روانه ژبه یې لرله. په ځانګړې توګه زموږ په ښځینه شاعرانو کې آزاد نظم لرونکې شاعرانې نه لرو. دې ډېر ښکلي او یو نوي تصویرونه په ازاد نظم کې رانغاړل. داسې مالومیده چې ددې ټول ژوند په تراتیژي سره پای ته ورسېده. همدغسې یې شعر هم ټول تراتیژي وو. ددې په شعر کې د مینې او ښکلا کیسې ډېرې کمې وې. یو نوی انداز یې لاره. په یوه نوي طرز باندې به دې نظمونه لیکل. ))

څو میاشتي وړاندي د جرمني په میونخ ښار کې د نارنج ګل په مشاعره کې حسيبې شهيد يو نظم ویلی وو چې عنوان يې وو د زيارت کوترې خو نن دا کوتره د مرګ باز وهلې او يوازي يې يادونه زموږ په ذهن او روح کې خپل مات وزر رپوي.

د حسیبې شهید یو نظم چې د میونخ په نارنج ګل مشاعره کې ویلي وو.

عنوان: د زیارت کوترې

هاغه د کلي لار ده
پخوا لکه شلېدلی هار
دم په دم اېسارېدم ورته
مرۍ به مې را اخیستې
اوس لکه د مار لکۍ
بند په بند ماینونه دي
بیرته نوک نیولې شوم
د ښار پر لورمې مخه کړه
د ښار زیارت ته ورغلم
تعویذ مې له ملنګه غوښت
ملنګ په کړیکو وزل
کوترې ترې نه تللې وې
غرونه ته مې چیغه کړه
هلته وسله وال ول پټ
هلته سرې لوخړې وې
منډه مې کړه منډه مې کړه
هرې خوا ته ولاړمه
هرې خوا ته مړي وو
جوړې هدیرې دې ټول
ژوند پکې درک نه وو
منډه مې کړه منډه مې کړه
نوره مې ساه تنګه شوه
لاړم له وطنه زه
دلته وسله وال نشته
چیغه نشته غم نشته
هرې خوا ته ژوند ګورم
تیاره نشته ماتم نشته
خو ماته هر څه هرڅه شته
انې مې رایادېږي
ننې یې دلته نشته
منګۍ مې رایادېږي
ټپه یې دلته نشته
بابا مې رایادېږي
هوجره یې دلته نشته
کوترې د زیارت مې
تر سترګو سترګو کېږي!!

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG