د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډيو خبریاله حسیبه شهیده مړه شوه


حسیبه شهید تېره اونۍ د مې پر نهمه نېټه د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې له سخت ټپي کېدو وروسته پرون د مې پر ۱۷مه نېټه مړه شوه.

۲۸ کلنې حسیبې شهید په ۲۰۱۰ز کال له مشال سره د پروډیوسرې په توګه خبریالي پیل کړه چې د خپل مسلکي ژوند په دغه څه باندې دوو کلونوکې یې د ښځوحقونو په باب د یو لړ راپورونو په چمتو کولو سره د ازادې اروپا راډيو کې څو ځله جایزې اخیستې او ددې تر څنګ یې د مشال راډيو لپاره د باختر ستوري په نامه د اونیزو پروګرامونو یوه لړۍ پیل کړه او په دا ورستیو کې یې د مشال راډيو لپاره د کیږدۍ کیږدۍ په نامه فیچري پروګرامونه ترسره کړل چې د پښتنو په لروبر کې د کوچیانو پر ژوند و ژواک د هغوی پر کلتور، ټولنیز ژوند او اقتصاد باندې راڅرخي.

حسیبې په یوه داسې ټولنه کې سترګې غړولې چې لا هم د ښځو پر وړاندې ټولنیز ناخوالي وجود لري او د نارینه وو په پرتله ورسره په څرګنده توپيري چلند کېږي. خو په دغسې یوه چاپیریال کې له سترېدو سره سره هغه نه یوازې په خپلو حقونو خبره وه بلکې د خپلې خاورې د نورو ښځو د حقونو لپاره یې په ډاګه غږ پورته کاوه.

هغه چې څنګه ستره شوې نو په کابل، جلال آباد، پېښور اودا اوس په پراګ کې چې چېری هم د زد کړې یوه اداره وه نو غوښت یې چې یو زدکړه پکې وکړي. همدا وجه وه چې حسیبې په فارسي، اردو ،انګلیسي ژبو خبرې کولای شوای او دا اوس په پراګ کې د چیکي ژبې په زدکړو بوخته وه.

د حسیبې په باب د آزادې اروپا د بیلا بیلو راډيوګانو خبریالیان وايي چې هغه ژوند وو و تل به یې له هر چا سره په خندا او مسکا ستړي مه شې کوله. هغه یو دومره ګړندۍ او غړیالۍ میرمن وه چې له خپله وطنه لرې په اونۍ کې پنځه ورځې هره ورځ اته ساعته د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ به یې خپلو دوو ګلالیو ماشومانو سمون او شېبې او د هغې خاوند انجینیېر هدایت الله ته هم وخت یوست او کرۍ ورځ به په دې اخته وه چې دا کار وکړي هاغه کار وکړي. له دې ټولو سربېره هغه یوه تکړه شاعره هم وه خو د شعر ځانګېړنه یې دا وه چې دې پکې تر ډېره خپل ژوند رانغښتی دی. حسیبه خپل ژوند لیک په خپل یوه نظم کې داسې انځوروي.

”زه مهاجره مرغۍ“
سمسور فریاد، وینه ، ماتم مې د هیواد نښه ده
زه په جګړې کې زیږدلې یمه

د زیږدو نیټه مې
کټ مټ ددې کلي د جنګ په شانې
راته معلومه نه ده
د ښونځي لاره مې
په لوګو وموندله
اولومړنۍ زده کړې مې
د راکټونو د درزا په بدرګه کړي ديٍ .

تر منځني ښونځي
مې د ماینونو تر منځ لار وهلې .
او لوړې زده کړې مې
د بل اسمان تر سورې لاندې .
پردو کوڅو کې کړي .

ما بې کورۍ کې تجربه کړې ده
بې وطني مې فلسفه ده د ژوند
ما د کړاو او له دردونو څخه زده کړه کړې
تنها ژړا مې تجربه ده د ژوند

زما تاریخ هم ټول په وینو سور دی
زما کاري تجربې
ټولې تړلې له جګړو سره دي

ماته ژړا ، لکه خندا داسې ده
زه مې د اوښکو په باران کې لویه
له ما نه مه غواړئ چې ښه اوسمه
د تش په نوم ملي غرور سندرې
هسې وایم .

مورنۍ ژبه مې د ځان دښمنه
پردیو ژبو سره کار لرمه
خپل دین مذهب مې اوس
په خپله وژني
د بل مذهب سره روزګارلرمه.
زما احساس هم اوس پردی احساس دی
دغم مضمون کی دوکتورا لرمه
زما نورحال بیا په ګمنامې پتې
له یوې ورکې پلورل شوې انجلۍ
او یوه بې وسه ځوریدلې مورنه
یتم خانې سره نږدې
او د کډوالو کمپ کې
له یوې کونډې واخلئ.

زما اوس داسی پیغمبر پکار دی
چی سرتر پایه مې شهرت بدل کړي
له مرورو ځان سره ما پخلا کړي
زما د ټول ژوند واقیعت بدل کړي

ماته ډیوه د معرفت بله کړي
زما د کرکی ذهنیت بدل کړي
ما له نړې سره په لار سمه کړي
زما د وینی بیه لږ لوړه کړي
زما له نومه د وحشت ټکي پاک کړې
زما له سترګو اوښکې بل ځای یوسي .
او ماته وښايي چې
ژوند کی رڼا څنګه وي
ژوند کی ښکلا څنګه وي
ژوند کې خندا څنګه وي ؟


کله چې د جمعې په سهار د حسیبې شهید د مرګ خبر خپور شو نو د مشال اورېدونکو دا د خپلې کورنۍ یو ویر وباله او ټولو په ژړغوني غږ له مشال سره په دغه غم کې خواخوږي وښودله.

حسیبې له خپلو اورېدونکو سره هیڅ واټن نه ساتلو او خپله د مشال راډيو اورېدنکوهغه د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه ګڼله. خو هغې په مرګ سره یو دومره لوی واټن رامنځ ته کړ چې نه یوازې یې خپله کورنۍ، همکاران بلکې خپل مینه وال د تل لپاره تر شا پرېښول.

حسیبې یو داسې روڼ فکر له ځان سره یو وړ چې خپل کړېدلی ولس یې د تل لپاره له دې شعوري رڼا بې برخې کړ. روح دې ښاد وي.


ستر خوشال وايي،

ډېر مین یې وبله تېر کړل
فلک نه لري زړه سوی
XS
SM
MD
LG