د لاسرسي ځای



ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: رويټرز خبري اژانس

رويټرز خبري اژانس د کابل بانک يو جګ پوري مشر له خولې ليکلي چې د افغانستان د سرماې په بازار کې د اسلامی بانډونو د خرڅولو پلان لري چې له کبله يې په مغربي مالي مرستو کې کموالی راتللای شي.

چاوراکې وايي د لنډ مهاله اسلامي بانډو، چې سوکوک ورته ويل کيږي، په لومړنيو مراحلو کې دی او دا به د حکومت لپاره د پيسو راغونډولو نوې لاره وي.

د افغانستان مرکزی بانک لومړي مرستيال ګورنر خان افضل هداوال رويټرز خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي چې د دې کار موخه د خزانې وزرات اخراجات پوره کول دي. نوموړی زياتوي افغانستان له مالي مرکزونه جوړول پکار دي. دا به نه يواځې بانکونو لپاره غوره وي بلکې حکومت سره به د مختلفو پروژو په مکملولو کې مرستې وکړي او مرکزي بانک به د پيسو وده کنټړول کې ساتي.

رويټرز خبري اژانس ليکي چې د طالبانو د حکومت رانسکورلو وروسته به اربونو ډالر مرستې شوي. په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنو ځواکونو وتلو سره له هيواده به بهرنۍ پيسي هم لاړې شي.

خبري اژانس ليکي د نړۍ تر ټولو غير مستحکم، او په درغليو کې اخته هيوادونه له اسلامي شريعیه لارې هيلې لري چې په درغليو قابو ومومي او په دې کې کمی هم راتللای شي.

په افغانستان کې ((سوکوک)) به افغانۍ سره راروان کال په بانکونو کې وړاندي کړل شي. له دې وروسته منځني او اوږد مهاله بانډونو ته به يې وغځوي.

رويټرز خبري اژانس د افغانستان مرکزي بانک لومړي مرستيال ګورنر خان افضل هداوال له خولې زياتوي چې د قانون مسودې منظوري به د انصاف وزارت او پارليمان ورکوي او بايد د سپتمبر تر پای دا عمل مکمل شي.

خبري اژانس ليکي د نړيوال بانک د وينا ترمخه له افغانستانه د بهرنو ځواکونو وتلو وروسته دې هيواد ته د امنيت او نورو برخو کې به اووه اعشاره اته اربه ډالرو ضرورت وي. د ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان ته د امنيت په برخه کې د څلور اعشاريه يو اربه ډالرو مرستې ورکړل شي، خو له دې وروسته په دې کې کمی راتللای شي.
XS
SM
MD
LG