د لاسرسي ځای

له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان څنګه خوندي کيږي؟


د ملګرو ملتونو له پاره د امریکا پخواني سفیر او د څېړنې د یوه مرکز غړی زلمی خلیل زاد

د ملګرو ملتونو له پاره د امریکا پخواني سفیر او د څېړنې د یوه مرکز غړی زلمی خلیل زاد



پامیر ساحل – مشال راډيو

د ملګرو ملتونو له پاره د امریکا پخواني سفیر او د څېړنې د یوه مرکز غړي زلمي خلیل زاد په دي نیشنل انټرسټ مجلې کې یوه مقاله لیکلې ده. نوموړی پر دې موضوع بحث کوي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به افغانستان څنګه خوندي وساتل شي؟ دی وايي، دا به خطرناکه خبره وي چې امریکا او اتحادیان یې له افغانستانه ووځي.

په دي نیشنل انټرسټ مجلې کې زلمي خلیل زاد له ۱۹۸۰ز کال راهیسې د طالبانو له واکه تر لرې کولو پورې په مودې کې د امریکا پر تګلارې ځغلنده نظر اچولی دی.

نوموړی لیکي، هغه وخت چې طالبان له واکه لرې کړل شول او بیا په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ز کال کې بیا را وټوکېدل نو په هغه وخت کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د جوړښت پروګرام هومره قوي نه وو چې دوی دې د امنیت ټینګښت جوګه و اوسي.

په مقاله کې راغلي، همدا لامل وو چې د امریکا ولسمشران جارج ډبلیو بوش، باراک اوباما او د ناټو هیوادونه مجبوره شول چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي چې د طالبانو زور ور مات کړي.

زلمی خلیلزاد لیکي، د اوباما حکومت د ستاینې وړ دی چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس یې پراخ او زیات کړل. داسې ښکاري چې ولسمشر اوباما پوه وو چې په افغانستان کې اوږد مهالې بریا دا ده چې افغانان د دې وړ کړل شي چې د خپل هیواد دفاع وکړي.

په مقاله کې راغلي، له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون د اعلان پر مهال اوباما دا هم وویل چې د افغان ملي اردو او پولیسو شمېر به له ۲۰۱۵ز کاله تر ۲۰۱۷مه، له درې نیم لاکه، تر ۲۳۰۰۰۰ ښکته کړي.

په لیکنه کې راغلي، د اوباما حکومت دا شرط نه دی لګولی چې که د امنیت وضع ښه شي نو دا شمېر به کمول کېږي.

زلمی خلیلزاد کاږي، هیڅ کس دا نشي ویلای چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ پورې، چې د افغان ملي ځواکونو شمېر کمېږي، به په افغانستان کې د ګواښ سطح څنګه وي؟ نو همدا وجه ده چې ملګري ملتونه او ناټو باید اوس د سر تېرو د شمېر کمولو پرېکړه و نه کړي. باید واشنګټن انتظار وباسي چې د خطرو په اړه حالات روښانه شي.

په مقاله کې راغلي، که د جوړ جاړي خبرې بریالۍ کېږي، او په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه ختمېږي، یانې تاو تریخوالی ورکېږي نو بیا په محفوظه توګه د افغان سرتېرو شمېر هم کمېدای شي. خو د سولې خبرې درېدلې دي او داسې هیڅ جدي اشارې نشته چې پاکستان دې پرېکړه کړې وي چې پر خپله خاوره د یاغیانو پټنځایونو پر وړاندې اقدام وکړي.

په نیشنل انټرسټ مجلې کې په دې خپرې شوې لیکنه کې راغلي، له افغانستانه د ګواښ سطح کېدای شي یا خو په اوسني کچ پاتې شي او یا هم زیاته شي نو بیا د پلان تر مخې تر ۲۰۱۴ مه د اېتلافي پوځیانو شمېر کمول او یا هم د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ تر منځ د افغان ملي ځواکونو شمېر کمول به خطر ناک کار وي.

په مقاله کې راغلي، که دا کار وشي نو امنیتي خلا به پیدا شي او بیا طالبان او په پاکستان کې له پټنځایونو فعاله یاغیان او ترهګر له دې صورتحاله ګټه پورته کولای شي.

زلمی خلیلزاد په خپله لیکنه کې زیاتوي، امریکا باید دا یقیني کړي چې د افغان ملي اردو او پولیسو د شمېر او دوی ته د پیسې ورکولو سطح باید په افغانستان کې له امنیتي وضعې سره تړلې وي.
XS
SM
MD
LG