د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فراه نښته پای ته ورسېده، ۲۳ تنه مړه او ژوبل




په فراه کې چارواکي وایي چې ددغه ولایت د والي پر دفتر د وسله والو مخالفینو لخوا شوی برید پای ته رسېدلی چې په ترڅ کې یې د دوی په خبره ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د فراه چارواکو مشال راډیو ته ویلې چې په وژل شویو کې شپږ تنه پولیس یو ملکي وګړی او څلور وسله وال مخالیفین دي او په ټپیانو کې د درې تنو پولیسو په ګډون نهه تنه ولسي افغانان شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دوو ځانمرګو ځانونه الوزولي او د هغوی دوه نور ملګري د پولیس لخوا په ډزو ووژل شول.

د فراه د والي ویاند نقیب الله فراهي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو مخالیفینو د پولیسو جامې اغوستې وې او د دغه ولایت ودانۍ ننوتلې وو چې په برید کې ووژل شو.


له سمیې د مشال راډیو د خبریال په وینا دا حمله په داسې حال کې شوې چې دولتي مامورین په ودانۍ کې په کار بوخت وو.

له بل لوري وسله والو طالبانوددغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG