د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د تري تم کسانو اورېدنه وکړه


د پيښور های کورټ چیف جسټس دوست محمد خان نن د لادرکه کسانو د یو کېس اوریدنه کړې ، او د خیبرپښتونخوا او مرکزي حکومت ته یې ویلي دي، چې زر تر زره دې د هغه ټولو کسانو نومونه عدالت ته وړاندې کړي چې پوځ او یا هم نورو امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ په تورونو کې نیولي او په عارضي بندی خانو کې یې ساتللي دي.

په دغه اوریدنه کې د مرکزي او صوبایې حکومت چارواکیو هم ګډون کړی، د خیبر بښتونخوا د کورونو چارو سیکرټري اعظم خان مشال ریډیو ته ووویل، دوی به نیول شوي کسان عدالت ته وړاندې کوي.

په دغه وخت د لادرکه کسانو د کورنیو غړي هم های کورټ ته راغلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG