د لاسرسي ځای

"ناټو ته په یو څو ورځو کې د تیل رسد پېلېدای شي"





ظفرکریمي- مشال ریډیو

کراچۍ :د تېل وړونکو ګاړو د مالکانو اتحادیې چارواکي وایي د کورنیو چارو د وزارت له خوا ورته ویل شوي دي چې راتلونکو څو ورځو کې به نېټو ته د تېلو په وړلو لګول شوې بندیز لېرې کړل شي ـ ددغه اتحاد مشران وایي په دې موخه دوي ټولې تیارانې مکمل کړي دي او د ملک په نورو برخو کې ولاړو ګاړو هم د کراچۍ په لور تګ شورو کړی دی ـ

د آل پاکستان ایل ټېنکرز ایسوسي ایشن مشر یوسف شاهواني مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ددوی د اتحادیې چارواکو د نهې په ورځ اسلام اباد کې د کورنیو چارو د وزارت له چارواکو سره غونډه کړې ـ

له مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي ویلي چې په یاده غونډه کې افغانستان کې میشت د ایساف او نېټو ځواکونو ته د تېلو او نور سامان وړولو په اړه خبرې اترې شوي دي ـ

((پرون د نهې په ورځ د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او زموږ د ټېکدارانو غونډه شوې ده ـ د کورنیو چارو وزیر موږ ته د تیلو وړلو په اړه د تیارۍ ویلي دي ـ د کورنیو چارو وزارت راته دا هم ویلي دي چې نېټو ته د تېلو وړلو کار به راتلونکو څو ورځو کې شورو شي ـ موږ په دغې غونډه کې له هغوی څخه غوښتنه کړې ده چې زموږ د امنیت په اړه دې کوټلي ګامونه واخیستل شي ))

یوسف شاهواني زیاته کړه چې ټول پاکستان کې ۴۲ زره د تېلو ټېنکرې چلیږي او په دې کې ۵ زره ټېنکرې افغانستان کې میشت ایساف او نېټو ځواکونو ته تیل رسول. په دغو ټېنکرو وخت په وخت حملې کیدې چې په ترڅ کې یې زموږ له سلو زیاتو ډریورانو او کلینډرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ـ

د یاد شوي اتحاد ویاند اسرار شینواري وایي د دوی له خوا ټولې اړینې تیاریانې مکملې شوې دي ـ د هغه په خبره د پښتونخوا او پنجاب صوبو په بېلابېلو برخو ولاړو لاریو د کراچۍ په لور یون شورو کړی دی ـ

((زموږ چې کومې ټېنکرې د ملک په بېلا برخو کې ولاړې دي ،هغوي حرکت شورو کړی او د هغې نه ځېنې کراچۍ ته رارسیدلي دي او نور ګاړي د کار د شورو کیدو څخه خبریږي نو هغوي هم راروانیږي ))

د هغه په خبره ټولو ۵ زره ټینکرو کې به زر ټېنکرې داسې پاتې وي چې د ودریدلو له امله به سمدستي تېلو وړلو ته چمتو نه وي خو پاتې ۴ زره ټېنکرې بیخي چمتو دي او صرف د رسمي اجازې منتظر دي ـ

د یادونې وړ ده چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د نېټو ځواکونو لخوا په مهمند ایجنسۍ کې د سله له په پوسته برید شوې وو چې په ترڅ کې پاکستاني پوځي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ـ د یادې پېښې روستو پاکستان نېټو ته د تېلو او نور سامان د پاکستان له ځمکنیو لارو په وړلو بندیز لګولی دی ـ
XS
SM
MD
LG