د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان زدکونکو کتابونه د کراچۍ بندر کې بند دي




رپوټ : نيازاحمدخان مشال ريډيو

کابل:- دافغانستان دتعليم وزارت وايي چې پروسږکال په نومبر میاشت د پاکستان لخوا د ناټو د مال وړونکو ګاډو پر وړاندې د رسد لارو د تړلو له وجې د افغانستان د زدکونکو په میلونونه کتابونه هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

د وزارت چارواکي وايي چې اېسار پاتې کتابونه د لسم ، یولسم او دولسم ټولګیو(جماعتنونو) د زدکوونکو لپاره دي چې د دوی په خبره په لکونه زدکونکي ترې اغېزمن شوي دي.


په کابل کې دافغانستان د تعليم وزارت ویاند امان الله ايمان مشال ريډيو ته وویل چې داوخت یې له کتابونو ډکې نژدې ۷۷ کنټېنرې د کراچي پر بندرګاه ولاړې دي چې د نړۍ والوادارو لخوا د افغانستان زده کونکو ته بسپنه شوي دي چې په دوبۍ کې چاپ شوي دي.

دی وايي د افغانستان دولت، پاکستان، ناټواو امريکایي حکومتونوڅخه غوښتنه کړې وه چې دغه کتابونه دې ورپريږدي خو تردې دمه لا څه ګام نه دی اخیستل شوی. هغوی وايي چې دغه کتابونه دنوي نصاب له پاره تيارشوي خو مجبوره دي چې سږ کال هم د پخواني نصاب له مخې تعليمي کال جاري وساتي.

په کابل پوهنتون کې يو زده کونکې حبيب الله وایي چې دوی ته دکتابونوډير زيات ضرورت دې او دولت یې ډير ځپلی شوی دی، دوی د دپاکستان دولت ته خواست کوی چې دغه کتابونه په بې له ځنډه ورپرېږدي.

دکتابونو کنټېنرو د بنديزپه اړه د پاکستان د کورنو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي دنوم نه ښودوپه شرط مشال راډیو ته وویل چې دغه ستونزه دوی ته مالومه ده خو مسله دا ده چې دوی ته خپله نه مالومېږي چې چې کتابونه په کومو کنټېنروکې دي، دغه ټول کنټېنرې دناټوله پاره دي ځکه دبنديزښکاردي ، اوکله چې دپاکستان پارليمنټ دناټوپه توکیو او مالونو پابندي پورته کړه نودغه ستونزه به هم هواره شي.
XS
SM
MD
LG