د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: هدفي برید او چاودنه دوه تنه وژل شوي ۳۶ ژوبل





خدای نور ناصرـ مشال راډيو

کوټه:- د کوټې ښار پولیس وايي: د ښار پر جواينټ سړک يې وسله والو په هدفي وژنه کې دوه تنه وژلي او يو ژوبل دی. د یادې سیمې د پولیسو تاڼې د مشر شفقت حمید جنجوعه په وینا پېښي د سې شنبې په سهار د پاکستان په وخت د اته بجې په شاوخوا کې هغه وخت شوې، چې وژل شوي کسان له پاسپورټ دفتر سره څېرمه ولاړ وو.

شفقت حمید جنجوعه د پېښي له ځايه د ټیلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل...

؛له پاسپورټ دفتر سره نيژدې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي، چې د علمدار سړک اوسېدونکي دي. او برید کوونکي په تېښي کې بریالي شوي دي؛

د جواینټ سړک ددې پېښي مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.

بلي خوا ته پرون د دوشنبې په ماځیګر د کوټې په عالمو چوک بمي چاودنه کې د وژل شويو شمېر دوو ته رسېدلی. او ټپيان تر پنځه دېرش زیات شوي. د عالمو چوک په دې بمي چاودنه کې شاوخوا لس دوکانونه او یو شمېر ګاډي ویجاړي شوېدي. يوه میرمن چې په دې چاودنه کې ژوبل شوې وه، او په سنډیمن روغتون کې تر درملنې لاندې وه، مشال راډيو ته وویل.

؛ موږ ډاکټر ته را روان وو. او زه ، زما ورور، زما پلار او دا دوې بچۍ مي په يوه موټر کې سپاره وو. چې چاودنه وشوه. خو دا خدای فضل وو چې موږ له مرګه بچ شوو. او دا وخت ټول ټپيان يو؛

په دې چاودنه کې چې په کې اکثریت د عامو وګړيو وو. او هغه عام وګړي چې د درملنې په موخه همدلته يوه شخصي روغتون ته را روان وو. د سنډېمن روغتون په شعبه حادثات کې يو ډاکټر هم په ټپي حالت کې پروت وو. یاد ډاکتر بیا هم د چاودنې حال داسې راکړ...

؛ زما نوم ډاکټر سید عالم شاه دی. زما يو بل ملګری په سنګین روغتون کې دی. ما چې کله خپل موټر ددې روغتون مخې ته دراوو، نو زما د موټر شاته چاودنه وشوه. زما سره زما يو خوريي وو، هغه د چا موټر زما پر موتر برسیره راغی، او زما موټر ټول ویجاړ شو. چې زه په کې ټپي شوم؛

د عالمو چوک ددې بمي چاودنې په هکله د یادې سیمې د پولیسو يوه چارواکي محمد اعظم وايي: په چاودنه کې ډېری عام وګړي ژوبل شوي، خو ددې تر څنګ وژل شوي دوه تنه دواړه د ملیشه ځواکونو سرتیري دي.

د ملیشه ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي، اته نور ژوبل شوي، او تر پنځه دېرش پوري نور عام وګړي هم ژوبل دي. موږ ته چې کوم مالومات راکړل شوي، هغه دا دي، چې په يوه الټو ډوله موټر کې ريموټ کنټرول بم ښوول شوی وو. او څنګه چې هم د ملیشه ځواکونو موټرې دې ځاي ته ورسېدې، نو بم وچاودېد.

د عالمو چوک دا چاودنه دومره زوروره وه، چې ږغ يې د کوټې ښار په بېلا بېلو سیمو کې واورېدل شو. د بم ډسپوزل سکواډ د چارواکوپه وینا په دې چاودنه کې تر څلوېښت کیلوګرامه پوري چاودېدونکي توکي کارول شوي دي. د بمي چاودنې مسوولیت بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي آر اې یا بلوچ ریپلیکن ارمي نومې ډلې قبول کړی.
XS
SM
MD
LG