د لاسرسي ځای

جنرال الېن ښايي د امریکا و اروپا ګډې کماندې مشر شي


په افغانستان کې د امريکا او د ناټو ځواکونو مشر جنرل جان الين

په افغانستان کې د امريکا او د ناټو ځواکونو مشر جنرل جان الين



ژباړه : ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه : رويټرز خبري اژانس

رويټرز خبري اژانس د يو ناڅرګنده امريکايي چارواکي له خولې ليکلي چې په افغانستان کې د امريکا او د ناټو ځواکونو مشر جنرل جان الين ته به په ژمي کې د امريکا او يورپ کمانډ مشري ورکړل شي. چارواکي ويلي دا پلان په لومړیو پړاونو کې دی او بدلون هم پکې راتللای شي.

د اوباما ادارې يو بل چارواکي د نوم نه ښودو په شرط خبري اژانس ته ويلي چې ((جنرل الېن ته په پوځ کې په ډيره درنه سترګه کتل کيږي او که چري هغه وټاکل شو نو څوک به هم اعتراض ونه کړي. الېن د امريکايي قانون جوړونکو او ناټو هيوادونو اعتماد ترلاسه کړي.))

د امريکا د دفاع وزارت پينټاګون وياند جورج ليټل خبري اژانس ته ويلي چې تراوسه لا په دي اړه حتمي پريکړه نه ده شوې.

خبري اژانس ليکي جنرل الېن په افغانستان کې د روانې جګړي مشري کوي او د سپنې ماڼۍ د پلان ترمخه د ۰۰۰ ۳۳ اضافي امريکايي ځواکونو د وتلو څار به کوي. تر ۲۰۱۴ کال پورې به زيات تره امريکايي ځواکونه له دې هيواده وځي.

خبري اژانس ليکي د جنرل الېن د مستقبل په اړه خبرې په داسې حال کې کيږي چې د امريکا په شکاګو ښار کې د ناټو ځواکونه د افغانستان لپاره د مستقبل تګ لارې لپاره راغونډيږي.



خبري اژانس ليکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لومړۍ د جنرل الېن د نوم تجويز کولو خبر ورکړی وو. خبري اژانس زياتوي چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې د وسله وال طالبانو پرضد جګړه کونکو ځواکونو يو شمير کمانډران بدل شوي دي.

خبري اژانس ليکي که چري د جنرل جان الېن د امريکايي او يورپي کمانډ د مشر تابه خبره تصديقيږي نو د هغې پرځای به ايډمرل جيمز ستراويردس stravridis په افغانستان کې د امريکا او د ناټو ځواکونو مشري ترلاسه کړي.

خبري اژانس ليکي جنرل الېن په ۱۹۷۶م کال کې د امريکا بحري اکيډمۍ نه ډګري ترلاسه کړېده او په عراق کې د امريکا مرکزي کمانډ مرستيال مشر هم پاتې شوي وو.
XS
SM
MD
LG