د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په زندانونو کې به موبایل جېمرز لګېږي



خالید خان - مشال راډيو

پېښور:- د خیبر پښتونخوا د جېلونو وزیر میا نثار ګل کاکاخېل وايي، د صوبې د ټولو زندانونو دننه به د موبایل ټلیفونونو د استعمال بندلولو لپاره جېمرز( د سیګنل خنډ) لګول کېږي. دی وايي چې قیدیان به په زندان کې دننه یوازې هلته له لګېدلو ټیلفونونو(پي سي او) څخه له خپلو خپلوانو سره خبرې کولای شي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د روانې غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې میا نثار ګل وویل چې د بنو زندان د پېښې وروسته د پاکستان مرکزي حکومت دوی ته د جېل دننه د جېمرز لګولو اجازه ورکړې ده. او ددې لپاره صوبايي حکومت لا د وړاندې څلور کروړه روپۍ منظورې کړې دي. دده په خبره چې په زندان کې دننه د قیدانو لپاره به پي سي اوګانې لګول کېږي. هغه زیاته کړه چې د لاین ټیلفونو څخه به د هر قیدي پته لګېږي چې له چا سره یې خبرې کړې دی او کوي یې.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلیم لیګ ق نګت اورکزۍ له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په زندان کې دننه مشکوکو ترهګرو ته د موباییل ټیلفون تر څنګ یو لړ نورې اسانتیا ورکړل شوې دي. دا وايي که یوه زندان ته ناڅاپي دوره وکړل شي نو پته به ولګېږي چې څنګه په جېلونو کې بندیانو ته موباییل ټیلیفونونه ورکړل شوي او همدا وجه ده چې د بنو جیل مات شو قیدان ځنې ووتل.

خو د خیبر پښتونخوا سینېر وزیر بشیر بلور وايي، په صوبه کې جوړ جېلونو په عامو جرمونو ککړو کسانو لپاره جوړ دي، دده په خبره په کار ده چې په ترهګرۍ کې ککړ کسان دې یا هم په لویو کلاګانو کې وساتل شي یا دې د هغوی لپاره ځانګړي بندیخانې جوړې کړل شي.

نوموړي وویل، هغه په بیا بیا په اسمبلۍ کې د کابینې په غونډه کې او خبریالانو ته ویلي، په کار ده چې د تره ګرۍ په پېښو کې ککړ کسان دې په پېښور کلا ، لاهور کلا او اټک کلا کې وساتل شي. هلته چې دوی سیاسي مشران ساتي په کار ده چې ترهګر پکې وساتل شي. یا دې د پاکستان مرکزي حکومت دوی ته پیسې ورکړي چې د ترهګرو لپاره جلا جېل جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د بنو جېل د متولو راپور به د شورو ورځ د خیبر پښتونخوا حکومت ته وړاندې کېږي چې په اړه یې ویل کېږي هلته خطرناکه قیدیانو به د موباییل ټیلفون له لارې تماس ساتلو. چې همدا یې د متېدو سبب هم شو.
XS
SM
MD
LG